1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کونړ باندي بيا توغندي توغول سوي دي

۱۳۹۱ مرداد ۲۴, سه‌شنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چي سرحدي ځواکونو ئې له پاکستاني لښکرو سره د کونړ په دانگام ولسوالي کي دوه ساعته جنگ کړی دئ. په دې نښته کې مرگ ژوبله نه ده رامځ ته شوې.

https://p.dw.com/p/15pAc
انځور: DW

په ختیځو ولایتونو کې د سرحدي ځواکونو ویاند ادریس مومند وايي، چي تیرشپه پاکستاني ځواکونو د کونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې د افغان سرحد ساتونکو پر پوستو يرغلونه کړي دي خو کومه مرګ ژوبله ئې نه ده اړولې.

دده په خبره، چي نن سهار(۲۰۱۲کال د اگست ۱۴) د افغان سرحد ساتونکو پر رينجر موټر باندي د پاکستاني لښکرو په يوه راکټي يرغل کي يو سرحد ساتونکی ووژل سو او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

افغان ځواکونه وايي، چي دوی خپلو سرتیرو ته د تیارسی امر کړی او که لوړ پوړي چارواکي اجازه ورکړي پاکستاني لښکرو ته به ځواب ووایي.

بله خوا د کونړ ځايي چارواکي وايي، چي ددغه ولایت پر سرحدي سیمو باندي د پاکستاني لښکرو توغنديي يرغلونه لاهم روان دي. ددوی په خبره په تازه بريدونو کي د سرزیان نه دی اوښتی خو خلک ئې سخت اندیښمن کړي دي.

د کونړ د والي ویاند واصف الله واصفي په سيمه کي دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته وويل:

«د سرحدي چارواکو د راپورونو له مخې د کونړ پر دانګام ولسوالي باندي پاکستانيو ځواکونو له تیرو ۲۴ ساعتونو راهيسي ۸۳ توغندی اورولي دي.»

هغه زیاتوي، چې په دغه ولسوالي کي د رسېدلو زيانونو په اړه لا تر اوسه پوري معلومات نه لري.

بله خوا بيا د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يوه وياند نجيب نيکزاد رسنيو ته ويلي دي:

«زموږ پر يوې سرحدي پوسته باندي نن سهار يرغل سوی دئ. زموږ سرحدي پوليسو د يرغل جواب ورکړی او دغه نښتي تر ۲ ساعته ډير دوام کړی دئ.»
هغه دغه راز زياته کړې ده، چي په دې پيښه کي چا ته کوم زيان نه دئ رسېدلی.

څو ورځي پخوا پر کونړ باندي د پاکستاني توغنديو د اورولو د نه جواب په غبرگون کي د افغانستان ولسي جرګې ددفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته د نه اعتماد رايه ورکړه.

شمع نظامي/ننګرهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل