1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر یمن یو کال د وسلو بندیز تمدید شو

۱۳۹۶ اسفند ۸, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې نوي ناندرۍ رامنځ ته شوي. روسیې پر ایران باندي د انتقاد له کبله احتجاجا د امنیت شورا د یوه پریکړه لیک د تصویب مخنیوی وکړ. تر هغې وروسته د یمن پر وړاندي د بندیزونو لګولو مسوده ومنل شوه.

https://p.dw.com/p/2tP2a
Jemen Bewaffnete Huthi-Rebellen in Sanaa
انځور: Getty Images/AFP/M. Huwais

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هغه مسوده د روسیې په ویتو له ناکامۍ سره مخامخ شوه ده، چې پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د توغندیو په بریدونو کې ایران هم شریک بلل شوی وو. د امریکا متحدو ایالاتو او فرانسې په گډون یوولسو هیوادونو د بریتانيا له لوري د وړاندې کړی شوې مسودې ملاتړ کاوه. بل ویتو حق درلودونکي هیواد چین مستنکفه رای و کاروله.

دغي مسودې باید پر ایران فشار زیات کړی وی. پر ایران باندي تور لګول شوی دی چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې يې پر حوثي یاغیانو د وسلو له بندیز څخه سرغړونه کړې ده. په مسوده کې راغلي ول چې ایران یاغیانو ته د منځني واټن ویشتونکو توغندیو او نورو پوځي تجهیزاتو، د لیږد مخنیوی نه دی کړی. پر ایران د جزایي اقداماتو تر سره کیدو غوښتنه هم شوې وه.

«تورونه په اثبات نه دي رسیدلي»

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې جرګه ګۍ په جنوري میاشت کې د امنیت شورا ته یو رپوټ وړاندي کړی وو، چې له مخې یې ایران پر حوثي یاغیانو د لګول شوي وسلو له بندیز څخه سرغړونه کړې ده. ويل شوي دي چې مسلکي کسانو په سعودي عربستان کې د توغندیو، پوځي تجهیزاتو او بې پیلوټه الوتکو پاته شوي تشخیص کړي دي چې «ایراني دي او پر وسلو د بندیز لګیدو وروسته یمن ته وړل شوي دي.»

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبینزیا، څرګنده کړه چې پر ایران لګول شوي تورونه په اثبات نه دي رسیدلي. د بریتانيا سفیر جوناتن الن، په انتقادي ډول یادونه وکړه چې د کارپوهانو جرګه ګۍ د څیړونو پایلې باید له دې کبله له پامه و نه غورځول شي چې له «سیاسي لحاضه ناراحته کوونکي» دي. د هغه په خبره ایران باید حساب کتاب ته راکش کړل شي.

امنیت شورا د وسلو د بندیز په پلویتوب رای ورکړه

د ایران د ښکیلتیا پر سر تر ناندریو وروسته، امنیت شورا په یوه خوله د تیرکال د یوې مسودې د غځولو په پلوۍ رای ورکړه چې پر ایران باندي پکښې انتقاد نه وو شوی. په دې سره پر یمن د وسلو بندیز او د کارپوهانو د جرګه ګۍ ماموریت د یوه کال له پاره تمدید شو. په جزایي اقداماتو کې پر نورو سربیره پر حوثي یاغیانو د وسلو او همداشان سفري بندیزونه هم راځي.

له کابو درو کلونو راهیسې د سعودي عربستان په مشرتوب یو پوځي ائتلاف په یمن کې د حوثي یاغیانو مورچلونه بمباري کوي. سعودي عربستان د سني ولسمشر عبد ربه منصور هادي ملاتړ کوي. خو په دغه بې وزله هیواد کې د کړکیچ ختمیدل نه تر سترګو کیږي.

د تیر کال له نومبر میاشتې راهیسې حوثي یاغیان د سعودي عربستان پر لور توغندي توغوي. سعودي عربستان، ایران د دې له پاره ګرم بولي چې یاغیانو ته یې وسلي لیږدولي دي. خو تهران دغه خبره ردوي.

زموږ له آرشیف څخه: