1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر GTZ باندي اقتصادي بحران هيڅ اغيزه نده کړې

۱۳۸۸ خرداد ۸, جمعه

GTZ يا د تخنيکي گډکار ټولنه په جرمني کښي د پرمختيايي ګډ کار يو مهم شرکت دی ،چه خاصتأ په افغانستان او افريقايي هېوادو کښي ډیر فعاله دی ،او د خپلو پروژو 80 فيصده بريالۍ بولي ...

https://p.dw.com/p/I0K4
GTZيا د تخنيکي گډکار ټولنه
GTZيا د تخنيکي گډکار ټولنه

د تخنيکي گډکار ټولنې په 2008 ميلادي کال کې 1,2 مليونه يورو کار کړي او دا په سلو کې 16 زياتوالي دئ . د ټولنی مشر برند ايزنبلټر Bernd Eisenblätter هيله لري، چې په 2009 کال کې به هم دا ډول کار کوي - او دا ځکه چې مالي بحران به په پرمختلونکو هېوادونو کې حالت لا نور هم خراب کړي .

ايزن بلتر څرگندوي ، «موږ بايد په نظر کې ولرو، چې په نړۍ کې شريک کار ته اړه زياتيږي . طبيعي خبره ده چې موږ ورته چمتو يو. خو د دې د پاره ښايي چې غوښتني هم موجودي وي . اوس اوس په څرگند ډول سره زياته پاملرنه د مالي سيستم د پراختيا موضوع ته کيږي .»

همدا دم درحال د تخنيکي گډکار ټولنه د آلمان د مرکزي بانک غوندې مالي څانگو سره نږدې کار کوي . د آلمان د تخنيکي گډکار ټولنه GTZ په 1975ميلادي کال کې، د آلمان د پرمختيايي سياست د عملي کولو په منظور جوړه شوې ده . له قانوني اړخه يوه خصوصي اقتصادي تصدي ده، او اصلا د اقتصادي گډکار وزارت ته کار کوي .

د اقتصادي گډکار د ټولني په څارونکې شورا کې د نوموړي وزارت د پاره مسئول اريک ستاتر Erich Stather وايي چې، په 2008 ميلادي کال کې د BMZ يعني د آلمان د اقتصادي گډکار د وزارت مالي ونډه په سلو کې 73 وه . زاتر وايی ،

«د دې برياليتوب اصلي علت د نوموړي وزارت د وزيرې سياسي برياليتوب دئ، چې د ملي بودجې په صلاح مشورو کې يې خپل وزارت ته دا ډېرښت تر لاسه کړی دی . او همدا کار د تخنيکي گډکار د ټولني د چارو د پراختيا او لوړتيا سبب گرزېدلی دی .»

په رښتيا سره هم چې هغه وزارت په تېر کال کې خپله پانگه په دوه عددي رقم سره لوړه کړې ده . د دې تر څنگ د تخنيکي گډکار د ټولني مشتريان يا ورته دنده ورکوونکي هم زيات شويدي . هغوی عبارت دي، د آلمان په حکومت کې د چاپېريال ساتني او بهرنيو چارو وزارتونه . او هم نړيوالي ټولني لکه اورپايي ټولنه او ملگري ملتونه او يا خو د ملگرو هېوادونو حکومتونه هم د اشبورن Eschborn ښار کې مېشته،دغي ټولني ته دندي ورسپاري . په دې ډول سره د تخنيکي گډکار د ټولني د نړيوالو خدمتونو څانګي يا برخي، په دې ډول دندو او فرمايشونو اخيستلو او سر ته رسولو سره خپلې گټي په سلو کې 21 برخي زياتي کړي دي .

GTZ Projekt
انځور: DW / Afra Mohamad

ايزن بلټر بيا وايي :« موږ نوي مشتريان يا کارراسپارونکي هم موندلي دي . د Bill und Melinda Gates رضاکاري ټولني هم زموږ سره د لږترلږه 50 مليونو بې وزله کسانو د پاره شريک کار پيل کړی دی ، دا هغه کسان دي، چې په ورځ کې له دوو ډالرو څخه په کمو پيسو گذاره کوي، او هسې ارزانه کارونو ته يې لاس رسيږي .»

د GTZ يا تخنيکي گډکار د ټولني له 13000 کارمندانو څخه قريب 10000ملي کارگران دي، يعني د گډکار د ملگرو هېوادونو وگړي . پاته کسان په خارج او يا مرکز کې آلماني مسلکي کسان او مامورين دي .

د ټولني د کار اصلي سيمې افريکايي هېوادونه او افغانستان دي .

GTZ د خپلو پروژو په سلو 80برخې بريالۍ گڼي. خو دا د دې معني هم لري چې پنځمه برخه پروژې خپلو مقصدو ته نسي رسېدلی . د ټولني مرستيال مشر وولفگنگ شميت Wolfgang Schmitt د دغه اقرار تر څنگ زياتوي،

«موږ په پرمختلونکو هېوادونو کې کار کوو، موږ په ډېرو حساسو ملکونو کې کار کوو، چېري چې حالات، لکه څرنگه چې موږ يې غواړو، د ډاډ وړ نه دي، تر څو د يوه کار تر پيل د مخه وويلی شو، چې په برياليتوب سره به سر ته رسيږي .»

بولينګر/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري