1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پلرنی کتابتون مې د لیکوالۍ لامل شو

۱۳۹۰ خرداد ۳۰, دوشنبه

مليار د «ځوانې میندې، خپلمنځی کومک» تر نامه لاندې ډرامه لیکلې چې لس برخې لري. دغه ننداره د یوه ظالم سړي کیسه بیانوی چې د پیسو په زور يې دویمه ښځه، چې لا ماشومه وه، واده کړې.

https://p.dw.com/p/11d05
توريالی مليار له کتابونو سره ځانګړې مينه لري
توريالی مليار له کتابونو سره ځانګړې مينه لريانځور: DW

په کيسه کې مېړه په دواړو ښځو سخت ظلم کوي؛ خو دواړه بنې د دې پر ځای چې یو د بل سره دښمني وکړي په خپلو کې سره مرسته کوي، د ډېرو سختیو، کړاونو او پیښو نه پس د دوی برخلیک بدلیږی.

توريالی مليار ۳۳ کاله وړاندې د وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په «بمبيي» کلي کې زېږېدلی دی. پلار يې له حبیبې لیسې څخه تر فارغت وروسته په کابل کې د ادبیاتو پوهنځي محصل شو، په داسې حال کې چې له راډیو افغانستان سره یې قلمي همکاري لرله. کله چې مليار له ښوونځي فارغ شو، په افغانستان او په تېره بېا کابل کې جګړې روانې وې. په دې وخت کې يې په کانکور کې برخه واخیسته. په داسې حال کې چې ځینو ټولګیوالو هغه وخت لوړو زده کړو ته دوام ورکړ؛ نوموړي په شخصي ډول مطالعه پيل کړه.

«د کتابونو لوستل مې پیل کړل. د وخت مجلې، اخبارونه د لنډو کیسو، داستانونو، ناولونو شعرونو او نور کتابونه مې ولوستل. همدا کتابتون وو چې زه یې لیکوالۍ ته وهڅولم. لا خو په ښوونځي کې وم چې په پېښور کې چاپېدونکو مجلو ته به مې یوه نیمه لیکنه ور لېږله. لومړی طنز مې په هیله مجله کې چاپ شو. چې کله مې خپل طنز په مجله کې ولید نو له خوشالۍ نه مې هغه څو څو ځلې ولوست. هماغه طنز مې هيلې وغوړولې.»

له مطبوعاتي او ادبي هلوځلو سره سره مليار يو درملتون هم پرانیست او وروسته يې سوداګرۍ ته مخه کړه.
په ۲۰۰۶ کال کې يې په کابل له یوې مطبوعاتي ادارې سره کار پیل کړ. ور سره جوخت يې د کانکور په ازموینه کې یو ځل بیا ګډون وکړ. د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته ومنل شو چې تېر کال ترې فارغ شوی دی.

مليار دا مهال د ښوونکو د روزنې په برخه کې ګڼ شمېر راډيويي پروګرامونه برابر کړي او ډرامې يې ورته لیکلې دي. د ماشومانو او ځوانانو لپاره يې هم راډيويي خپرونې برابرې کړې دي. دا ټول پروګرامونه او ډرامې په ګڼو سیمه ییزو راډیوګانو کې خپرې شوې او ځينې یې لا اوس هم خپرېږي.

ليکونکی: توريالی مليار
کتونکی: نسيم صابر