پلټونکي: بېنظير بوټو د چاودني له امله وژل سوې ده
۱۳۸۶ بهمن ۱۹, جمعهاعلان
د سکاټلنډ يارډ د پلټونکو د راپور په اساس بېنظيره په ډزو نه بلکي د هغه څخه وروسته ددې موټر ته نژدې کومه چاودنه چي وسوه د هغې په اثر وژل سوې ده.
د پلټنو نتيجې د پاکستان د حکومت له شرحي سره ملاتړ کوي. د ډيسمبر د مياشتي د 27 د پيښې وروسته معلومه سوه چي پخوانۍ لومړۍ وزيره بېنظير بوټو د سر د ټپي کېدو له کبله وژل سوې ده چي د چاودني د فشار له امله سر د موټر څخه موښتی و.
د پاکستان د خلکو ګوند نيوکي کوي چي برتانيايي پلټونکي په پاکستاني پوليسو پوري تړلي و. تراوسه لا دا فکر کېږي چي بوټو د ډزو له امله وژل سوې ده.