1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ترمپ له روسيې سره جوړ جاړی نه درلود»

۱۳۹۸ فروردین ۵, دوشنبه

د امريکا د عدلیې وزارت په حواله ځانگړی پلټونکی روبيرت ميولر دې نتيجې ته رسېدلی دی چې د ولسمشر ترمپ د انتخاباتي ډلې او روسیې ترمنځ د سازش شواهد نه شته.

https://p.dw.com/p/3FcBf
USA Präsident Trump
انځور: Getty Images/AFP/N. Kamm

د امريکا متحدو ايالاتو د عدلیې وزير ويليم بار، کانگرس ته د ځانگړي پلټونکي روبيرت ميولر د وروستي رپوټ يوه څلور مخیزه خلاصه وړاندې کړه. ميولر چې کابو دوه کاله یې د هغه شک په اړه پلټني وکړې چې گويا په ۲۰۱۶م کال د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشرۍ په ټاکو کې روسيې لاسوهنه کړې، دې نتيجې ته رسېدلی دی چې د کريملن او د ولسمشر دونالد ترمپ د ټاکنیز ټيم ترمنځ هیڅ کوم سازش او جوړ جاړی نه وو شوی.

خو ميولر په دې اړه چې آیا ترمپ د عدلیې د کارونو مخه ډب کړې وه، روښانه پايلو ته نه دی رسیېدلی. بار د ميولر له نقل قوله ويلي: «خو د رپوټ پايله دا نه وايي چې ولسمشر ترمپ دې کوم جرم ترسره کړی وي.» بار په خپلو خبرو کې وويل چې ميولر دا پريکړه کړې چې د عدلیې وزير په توگه ده ته دا پريکړې پريږدي چې آیا يو جرم ترسره شوی او ک نه؟ 

د عدلیې وزير ويليم بار په خپلو خبرو کې زياته کړه چې هغه د ميولر د نتايجو پر بنسټ د عدلیې په کارونو کې د ممکنه ځنډ په اړه له خپل مرستيال رود روزنشتاين سره مشوره کړې ده. دواړه دې نتيجې ته رسيېدلي دي چې دغه شواهد کافي نه دي چې دا ثابته کړې چې ترمپ تخلف کړی دی.

ولسمشر دونالد ترمپ د عدلیې پر پخواني وزير جيف سيشنز او د هغه پر مرستيال رود روزنشتاين فشار اچولی وو او د فدرالي پوليسو «ايف بي آيي» مشر جيمز کومي یې د ۲۰۱۷م کال د می مياشتي پر۹ نيټه له دندې گوښه کړې وو. وروسته بيا ترمپ وويل چې د «روسیې قضیې» په دې (له دندې گوښه کيدو) کې نقش درلودلی دی.

د ترمپ وکيل خوښي څرگنده کړه

د ترمپ وکيل رودي جولياني په خپل لومړي غبرگون کې وويل چې دا رپوټ «تر تمې ښه وو». د سپينې ماڼۍ وياندې ساره ساندرز بيا برعکس د توتير له لارې د «امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر د بشپړ برائت خبره وکړه».

د اپوزيسيون ديموکراتان بيا د رپوټ د بشپړه متن د خپرولو غوښتنه کوي. په استازو مجلس کې د ديموکراتانو مشرې نينسي پلوسي وويل چې «ژر تر ژر» بايد چې «بشپړ رپوټ له ټولو اړوندو اسنادو سره خپور شي».

USA Senat bestätigt William Barr als neuen Justizminister
د امريکا متحدو ايالاتو د عدلیې وزير ويليم بارانځور: picture-alliance/AP Photo/C. Kaster

هغې په ځانگړې توگه دې ټکي ته اشاره وکړه چې د عدليې په کار کې د خنډ جوړونې د تورونو په اړه ميولر ترمپ په بشپړه توگه بې گناه نه دی بللی. پيلوسي د عدليې پر وزير تور لگولی دی چي بې طرفه نه دی.

تر ۳۰ زياتې دعوې

ميولر په خپلو تحقيقاتو کې تر ۳۰ زياتي تورونه چې له دې څخه ترمپ ته نژدې شپږو کسانو باندي هم ول، بررسي کړي دي. د ميولر پلټني د ترمپ د سترگو خار وې. ترمپ هر وخت د ځان په اړه د «ناروا پلټنونو» خبره کوله. اوس ولسمشر په کرارۍ سره په تويتر کې ليکلي: د روسيې په قضيه کې هيڅ جوړ جاړی او د قضا په کار کي ممانعت نه دی شوی. هغه د بشپړ برائت خبره کړې ده او زياته کړې يې: «امريکا همداسې ستره وساتئ!»

ترمپ په فلوريدا کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت د ځانگړي استازي روبيرت ميولر پلټنې «يو شرم» وباله. هغه دغه تحقيقات د «نابودۍ له پاره يو غير مشروع خطرناک اقدام» وباله او ويې ويل چې دغه اقدام «ناکامه شوی دی.»

Rtr,ap,dpa) B.S/N.Z (