1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پمپیو: د کابل او طالبانو تر منځ د خبرو نوې هیلي پیدا شوي

۱۳۹۷ تیر ۱۹, سه‌شنبه

کابل ته د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د دوشنبې په ورځ ناوخته وویل چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو له پاره تازه هیلي پیدا شوي دي.

https://p.dw.com/p/317S7
USA Mike Pompeo - Trumps Kabinett
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. B. Ceneta

دا افغانستان ته د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د پمپیو لومړی رسمي سفر دی. هغه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «د پرمختګ یوه برخه دا ده چې موږ اوس د دې ظرفیت لرو چې باور وکړو چې اوس نوې هیله شته.»

پمپیو د دونالد ترمپ د سویلي اسیا له پاره ستراتیژي ته په اشاره سره وویل: «ډیر طالبان اوس په دې پوهیږي چې د جګړې په ډګر کې بریالیتوب نه شي ترلاسه کولی. دا تر ډیره حده پورې د ولسمشر دونالد ترمپ له ستراتیژي سره تړاو لري.»

پمپیو زیاته کړه: «سړی باید اشتباه و نه کړي. اوس هم ډیر کار پاته دی چې باید ترسره شي.»

پمپیو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ تر یوه اوربند وروسته افغانستان ته سفر کوي. د کوچني اختر پر مهال افغان امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالي یو ځای سره را ظاهر شول او د دواړو اړخونو جنګیالیو روښانه کړه چې له جګړې ستړې شوي او سوله غواړي.

که څه هم تر کوچني اختر وروسته کابل دغه اوربند وغځاوه خو طالبانو خپل بریدونه یو ځل بیا پیل کړل او خپلو هغو جنګیالیو ته یې د سزا ورکولو خبره وکړه چې له افغان امنیتي ځواکونو سره یې انځورونه اخیستي ول.

غني په دې خبري کنفرانس کې له پمپیو مننه وکړه او د ولسمشر دونالد ترمپ ستراتیژي یې وستایله.

افغان ولسمشر اوس تر زیات نړیوال فشار لاندې دی چې د روان کال په اکتوبر میاشت کې رڼې پارلمان او بیا په راتلونکي کال کې له درغلیو پاکې د ولسمشرۍ له پاره انتخابات وکړي. هغه له ډیرې مودې راهیسې هڅه کوي چې له طالبانو سره سوله وکړي او په دې ترتیب سره شرایط یو څه آرام کړي.

طالبانو تر اوسه پورې د افغان حکومت د سولې وړاندیزونه رد کړي دي او ویلي يې دي چې یوازي له امریکایانو سره او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته خبري اتري کوي. امریکا بیا وایي چې په مستقیم ډول به له طالبانو سره خبري و نه کړي ځکه د سولې بهیر باید د افغانانو تر منځ او د افغانانو په مشرۍ وي.

پمپیو وویل چې امریکا متحد ایالات به د سولې په بهیر کې یو مهم نقش و لوبوي خو دغه بهیر باید د افغانانو په مشري وي. هغه زیاته کړه چې د سولې په خبرو اترو کې به د «نړیوالو لوبغاړو او ځواکونو د نقش په اړه بحثونه شامل وي».

په کابل کې میشت د لویدیځ يوه چارواکي ویلي دي چې اوس د طالبانو د مشرتابه تر منځ دغه بحث تود شوی دی چې د سولې په خبرو اترو کې د ګډون له پاره مخ په ډیریدونکو فشارونو ته څه ډول ځواب ووایي.