1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون: افغانستان ته تر پلان سوي شمېر نور اضافي عسکر نه ليږو

۱۳۸۸ مهر ۲۲, چهارشنبه

دتيري دوشنبي په ماښام واشنګتن پوست پخپل انترنيت پاڼه کي لیکلی و، چی دامريکي دمتحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما غواړي دپخواني پلان په پرتله زيات امریکايی عسکر افغانستان ته واستوي...

https://p.dw.com/p/K5zM
د امريکا ددفاع وزارت يا پنتاګون ماڼۍ
د امريکا ددفاع وزارت يا پنتاګون ماڼۍانځور: AP

دواشنګتن پوست انترنيتي پاڼۍ دغه خبر دپنتا ګون دباخبرو کړيو دخولي څخه خپور کړی و او په خبر کي داسی ويل شوی و چی ولسمشر بارک اوباما هدايت ورکړی دی چی سربيره په هغه 21000 عسکرو چي دمارچ په مياشت کی ليږل يي افغانستان ته پلان شوی و، 13000 نور عسکر هم بايد افغانستان ته واستول شي.

په خبر کي داهم ويل شوی و چي په دغه اضافي عسکرو کی به زياتره انجنيران ، داستخباراتی چارو کار پوهان او پوځي پوليس او روغتيايی واحدونه شامل وي.

خو دامریکي دمتحده ایالتونو ددفاعي چارو وزارت پرون دواشنګتن پوست دغه خبر په دي ډول سره رد کړي دی چی ويل شوی و ، په پلان شوی 21000 عسکرو سربيره به 13000 نور عسکر هم افغانستان ته استول کيږي.

دامریکي دمتحده ایالتونو ددفاعی چارو دوزارت پنتاګون يوه ویاند ويلي دی چی دمخه هم داسي پلان شوي و چی دهمدي روان میلادی کال تر پایه پوري به په افغانستان کی دامريکايی عسکرو شمير 68000 ته ورسیږي . چي به دی توګه دغه 13000 عسکر چي په واشنګتن بوست کی تری يادونه شوی به دغه شمير کی شامل و.دپنتاګون ویاند وايی چی هرڅه دبخواني پلان سره دی او کومه پټه خبره مطرح نده.

او بيا دپنتا ګون ویانددا خبره هم کوی چی ددغه 13000 عسکرو دنيمايي برخي لیږل دمخه يعنی د جورج ډبليو بوش دحکومت به وخت کي پلان شوی و چي بايد افغانستان ته لیږل شوي واي.

په پخوا زمانو کی ډير واری داسی پيښ شوی چی سپیني ماڼی او پنتاګون دزياتو عسکرو دلیږلو موضوع پټه ساتلی . مثلا دولسمشر اوباما سلف جوج ډبلیو بوش عراق ته د 20000 زياتو عسکرو دلیږلو څخه خبري کړي وی ، خو ددوي تر څنګ 8000 نور واحدونه چی دمزستندويو ډلو په توګه لهدوی سره استول شوی و ، له هغه څڅه هیڅ يادونه نه وه شوي.

په روان وخت کی ولسمشر اوباما دافغانستان دپاره په يوه نوی ستراتيژی برحي باندی کار کوي. څو موده دمخه په افغانستان کی دامریکی دمتحده ایالتونو اوناتو ستر امریکايی قوماندان جنرال ميک کريستال ددي غوښتنه کړی وه چی بايد افغانستان ته تر 40000 پوری نور عسکر هم واستول شی وږ به روان وخت کی څنګه چی واشنګتن پوست لیکی 65000 امر یکايی عسکر په افغانستان او څه نه څه 124000 امریکايی عسکر په عراق کی ځاي په ځای دی.

AFP/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل