1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون: د افغانستان امنیتي وضعیت خراب شوی دی

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ آذر ۲۵, چهارشنبه

د پنتاګون له خوا د امریکا ګانګرس ته په یوه رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان امنیتي وضعیت د روان کال په دوهمه نیمایي کې خراب شوی دی او د طالبانو په بریدونو کې ډېر افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1HO3c
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

د پنتاگون له خوا په خپاره شوي رپوټ کې د طالبانو په بریدونو کې د رامنځ ته شویو تلفاتو په اړه شمیرې هم وړاندې شوې دي. رپوټ ښيي چې افغان حکومت تر اوسه لا په دې نه دی توانېدلی چې د طالبانو د بريدونو مخه ونيسي.

په تيرو ۱۴ کلونو کې طالبان په لومړي وار وتوانېدل چې په روان کال کې د یوه ښار مرکز د څو ورځو له پاره تر خپل کنترول لاندې راولي. پر دې سربیره طالبانو په هلمند ولایت کې هم خپلو بریدونو زور ورکړی دی. یوازې تیره اوونۍ د طالبانو په یوه وسله وال يرغل کې د کندهار په هوایي ډګر کې ۵۰ کسان ووژل شول.

د پنتاګون په رپوټ کې راغلي دي چې د روان کال د جون میاشتې له لومړۍ نېټې څخه بیا د نوامبر تر ۱۵ نېټې پورې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۲۷ سلنه ډېر شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه لا امریکایي چارواکو ویلي ول چې په افغانستان د امنیتي ځواکونو تلفات ډېر شوي دي.

په داسې حال کې چې د پنتاګون په رپوټ کې د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه شوې ده، دا هم ويل شوي دي چې د ځواکونو کړني «نابرابري او ګډوډې» دي. په رپوټ کې د هلمند او کندز پیښو ته اشاره شوې ده: «دا موضوعات طالبانو ته دا نظر ورکوي چې افغان امنیتي ځواکونه نه شي کولای چې د خلکو د اوسیدو د مرکزونو ساتنه وکړي.»

په رپوټ کې راغلي دي چې اوس په افغانستان کې پر امنیتي ځواکونو باندي اعتماد ډېر شوی دی. رپوټ ویلي دي چې ترسره شوې سروې ګانې ښيي چې ۷۰ سلنه افغانان پر امنیتي ځواکونو اعتماد لري.

رپوټ د ولسمشر غني د هغو اقداماتو یادونه هم کړې ده چې د پوځ او امنیتي ځواکونو د اصلاح په موخه یې کړې دي. په دغو اقداماتو کې د غیر مؤثرو قوماندانانو ګوښه کول هم شامل دي.

رپوټ ویلي دي چې طالبانو د روان کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې په خپلو بریدونو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله څلور سلنه زیاتوالی راوستی دی. په رپوټ کې راغلي دي چې طالبان دا درک کړې ده چې افغان امنیتي ځواک د ژوبلېدو وړ دی، ځکه نو له دغي حالته گټه اخلي.

د داعش خطر

په رپوټ کې په افغانستان کې د افراطي ډلي «اسلامي دولت» ګواښ ته هم اشاره شوې ده خو زیاته شوې ده چې دا ګواښ په هغه اندازه نه ده چې په عراق او سوريه کي دی.

افراطي ډله اسلامي دولت توانیدلي ده چې په ننګرهار ولایت کې د طالبانو ځیني غړي جذب کړې او له هغوی څخه په خپله ګټه کار واخلي. په روپوټ کې راغلي دي چې د اسلامي دولت غړو په سپتمبر میاشت کې یوازي په یوه ورځ کې د ملګرو ملتوو پر یوه موټر برید وکړ او په یوې ورځ کې یې د امنیتي ځواکونو ۱۰ پوستې تر خپل کنترول لاندې راوستې: «دغه ډله [اسلامي دولت] د طالبانو پخواني جنګیالي ګوماري، په خاصه توګه د ازبکستان اسلامي غورځنګ ډلي غړي.»

په رپوټ کې همداراز راغلي دي چې پر طالبانو او «اسلامي دولت» سربیره اوس په افغانستان کې القاعده هم هڅه کوي چې پر لویدیځ باندي د بریدونو ترسره کولو په موخه، جنګیالي وګوماري.