1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون د اتومي د سرګلولو د ډیرولو غوښتنه کړې

۱۳۹۶ بهمن ۱۴, شنبه

یو کال مخکې ترمپ له پنتاګون څخه وغوښتل چې د هستوي وسلو په برخه کې بیا کتنه وکړي، اوس پنتاګون دغه رپوټ خپور کړی. په نوې ستراتیژۍ کې د روسیې د تهدید د تقابل له پاره د « تاکتیکي اتومي سرګلولو» د شمیر د ډیروالي غوښتنه شوې.

https://p.dw.com/p/2s4Mc
Mururoa - Atmtest
انځور: picture alliance/AP Images

د پنتاګون یا د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت لخوا د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۲مه نېټه) په خپره شوې د یوې اعلامیې په حواله، د امریکا پوځ به د خپلو اتومي وسلو په هکله له سره کتنه او د روسیې [د تهدید] په نظر کې نیولو سره به د کوچني قوت اتومي بمونو ته پرمختګ ورکړي.

د اتومي وسلو په هکله د امریکا د اوسني حکومت تازه هڅې د پخواني ولسمشر باراک اوباما د هڅو په پرتله توپیر په ګوته کوي. باراک اوباما په ۲۰۰۹م کال په پراګ کې د خپلې وینا په ترڅ کې د اتومي وسلو د لمنځه وړلو غوښتنه کړې وه خو د دې سربیره یې بیا هم د [اتومي] وسلو د عصري کولو اقدامات عملي کړل.

د اتومي وسلو په هکله د پنتاګون په بیا ارزونه کې څه راغلي؟

د امریکا د دفاع وزارت په دې ارزونه کې د روسیې لخوا امریکا ته متوجه شوي تهدید، د شمالي کوریا، ایران او چین پر مسائلو تر ډیره پورې خپل سیوری اچولی دی. روسیه فکر کوي چې امریکا به د ستر بدل اخیستو له پاره نه ښايي چې خپل عادي او د ستر قوت درلودونکې اتومې وسله وکاروي. په اروزنه کې همدا راز د روسیې پر وړاندې د امریکا او ناټو له پاره د پراخو کوچني ځواک درلودونکو اتومي وسلو اړتیا ته اشاره شوې.

سربیره پر دې د پنتاګون په دې ارزونه کې د اوباما له لوري د اتومي وسلو د عصري کولو د هڅو دوام ورکولو ته اشاره شوې چې پکې د قاره ایی بالستیک وسلو، له اوبتل څخه ویشتل کیدونکي توغندي او د الوتکو بمونه شامل دي. په عین وخت کې ارزونې چین ته د ممکنه اتومي سیال په سترګه کتلي او پکې راغلي چې متحده ایالات باید په آسیا کې د بیجینګ د اتومي وسلې د کارونې مخنیوی وکړي.

د اتومي وسلو رقابت
د وسلو د کنترول د ټولنې د بې وسله کولو او د تهدید د کمولو د سیاست مشر کینګسټن رایف وايي چې دغه سند به د وسلو رقابت لا پسې غښتلی کړي. هغه وايي: «دا د سړې جګړې په څیر د وسلو د شمیر له اړخه د وسلو زیاتولو رقابت نه دی بلکې په دې کې له متحده ایالاتو او روسیې هاخوا نور هم دخیل دي. په دې کې د شته اتومي قوت د پرمختګ او پراختیا هڅې شاملې دي.»

د جنوري میاشتې په ترڅ کې د متحده ایالاتو د ملي دفاعي ستراتیژۍ د معلوماتو په اساس پنتاګون خپل لومړیتوبونه د اسلامپاله جنګیالیو سره د مبارزې پر ځای له مسکو او بیجینګ سره پراخ رقابت ته اړولي دي. د اتومي وسلو دغه ستراتیژي د همدې بدلون یوه برخه هم تشکیلوي.

خو د دې ستراتیژۍ په هکله اساسي پوښتنه دا ده چې د کم ځواک لرونکې اتومي وسلې په اصل کې څه دي. د دې پوښتنې په ځواب کې ویلی شو چې دغه راز وسلې د تاکتیکي اتومي سرګلولو او یا هم د غیر ستراتیژیکو اتومي وسلو په نامه یادیږي. د دې راز وسلو ځواک په عادي حالت کې ۲۰ کیلوټنه وي خو بیا هم ډیرې ویجاړوونکې دي. دغه اتومې سرګلولې د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې د جاپان پر هیروشیما باندې د اچول شوي اتومي بم سره هم پرتله کیدلی شي. دغه نوې وسلې به د دې وړتیا هم ولري چې له اوبتلونو او کښتیو وتوغول شي.

بل لوري ته بیا امریکايي چارواکي استدلال کوي چې روسیې د ۲۰۱۰م کال راهیسې د کم ځواک لرونکې خپلې اتومې وسلو ته پراختیا ورکړې او هغه یې عصري کړي دي.

Japan Hiroshima - Zerstörung nach Atombombe
انځور: Getty Images/Three Lions

دې ته پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: