1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون غواړي اوربند ته لیواله طالبانو ته امکانات ورکړي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۷, جمعه

پنتاګون د پنجشنبې په ورځ وويل چې له کانګرس څخه ېې ځینو طالبانو ته د ترانسپورت او استوګن ځایونو برابرولو د صلاحیت غوښتنه کړې. هدف د طالبانو هغه ځايي غړي دي چې له افغان حکومت سره یې سیمه ایزو اوربندونو ته لیوالتیا ښوولې.

https://p.dw.com/p/3Ie0z
Taliban Extremisten Terroristen Afghanistan
آرشيفانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

وسله والو طالبانو د تيرکال کوچني اختر په درو ورځو کې د افغان حکومت له خوا د اوربند وړانديز ومانه. د اوربند پر مهال وسله والو طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو په بې ساري ډول یو او بل په بغل کې سره ونيول او په ټولنیزو رسنیو کې یې ګډې ویدیوګانې او ګډ انځورونه خپاره شول. دغه اوربند په افغانستان کې د سولې خبرو اترو له پاره هم هیلې رامنځ ته کړي. خو له هغه وخت راهیسې که څه هم په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ د سولې مذاکرات روان دي، خو بیا هم د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې لا پسې تودې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د مذاکراتو پایلې لا روښانه نه دي، خو پنتاګون وایي چې که ځایي طالبان د یوه نوي اوربند پر سر مذاکراتو له پاره ځینو امکاناتو ته اړتیا ولري، نو دوې یې د برابرولو په هڅه کې دي.

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت (پنتاګون) وياندې ريبيکا ريبارچ، په دې اړه وويل: «په هغه صورت کې چې د سولې یوه ځایي تړون ترلاسه کولو له پاره ښکیلو اړخونو ته د ترانسپورت او استوګنې ځایونو برابرول اړین وي، دغه پیسې به په همدې هدف مصرف شي.»

د پنتاګون ویاندې روښانه کړه چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت غواړي د سولې په خبرو اترو کې د ځینو چانسونو د رامنځ ته کیدو په انګیرنه، د ځایي مذاکراتو له پاره اړین بنسټیز اقدامات وکړي. خو هغې په عین حال کې ټینګار وکړ چې لا تر اوسه پورې په دې منظور پیسې نه دي مصرف شوي.

په روانه اوونۍ کې د امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس د بودجي د تصویب کمیټي د دفاعي چارو څانګې یو داسې قانون تصویب کړ چې له مخې یې پنتاګون نه شي کولی پر هغو طالبانو چې غواړي د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، پیسې مصرف کړي.

د دې قانون له مخې پیسې یوازې په هغه صورت کې مصرفیدای شي چې په خبرو اترو کې د افغان حکومت استازي شامل وي او طالبان په مذاکراتو کې د ښځو د ګډون مخالفت و نه کړي.

دغه قانون لا تر اوسه پورې د استازو مجلس د بودجې د تصویب له کمیټې نه دی تیر شوی. دا خبره هم روښانه نه ده چې ایا د استازو مجلس به پنتاګون ته د دې صلاحیت ورکړي چې مذاکراتو ته پر لیواله طالبانو باندې لګښت وکړي او که نه.

د پنتاګون ویاندې روښانه کړه چې اوس امریکا متحده ایالات هغو یاغي ډلو ته چې په مذاکراتو کې برخه اخلي، د هغوی لګښتونه نه ورکوي. د پنتاګون په حواله اوربند ته د لیواله طالبانو د لګښتو د ورکولو صلاحیت ترلاسه کولو وړاندیز تر دې مخکې د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې تر اوربند وروسته د امریکایي ځواکونو د قوماندان له خوا شوی وو.

mks/ms (Reuters)