1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: اسلامي دولت ډله کمزورې سوې ده

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ دی ۱۷, چهارشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د اټکلونو له مخې په عراق کې په پرله پسې بمباریو سره ترهگره ډله «اسلامي دولت» کمزورې شوې ده. د پنتاگون یوه ویاند دا خبره هم منلې ده چې په هوایي بریدونو کې، ښایي ملکیانو ته هم مرگ ژوبله اوښتې وي.

https://p.dw.com/p/1EFxu
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت (پنتاگون) د ویاند جان کیربي، د معلوماتو له مخې په تیرو درو یا څلورو اوونیو کې په عراق کې د «اسلامي دولت» ډلي پوځي اغېز لږ شوی دی. کیربي په واشنگټن کې ویلی دي چې افراطيانو تر ډیره حده دفاعي حالت غوره کړی دی. د کیربي په وینا په تيرو څو ورځو کې امريکا د دغه ترهگري ډلي د پام وړ بریدونه نه دي ليدلي.

۱۳۵۰ هوایي بریدونه

«اسلامي دولت» ډلي په تیر دوبي کې د سترو تعرضي يرغلونو په ترڅ کې په عراق او سوریه کې ځيني سیمې ونیولي او خلافت يې پکښې اعلان کړ. دغې افراطي ډلي د نورو عقيدو لرونکو او سیاسي مخالفینو سره بې رحمه چلن وکړ.

د امریکا متحد ایالات له خپل متحدینو سره د تیر کال له اگست میاشتي راهیسي د دغي ډلې پر مورچلو هوایي بریدونه کوي. د پنتاگون د معلوماتو له مخې تر اوسه د ۱۳۵۰ هوایي بریدونو په پایله کې د دغي ترهگري ډلي څو سوه جنگیالي وژل شوي دي.

د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت ویاند کیربي، دا خبره منلې ده چې پر سوريه او عراق باندي په هوایي بریدونو کې ښایي ملکي کسانو ته هم مرگ ژوبله اوښتې وي. کیربي پر دې خبره ټینگار کړی دی چې لښکر يې په دې هکله «جدي» دی او تل هڅه کوي چې د امکان تر حده د ملکي کسانو د تلفاتو خطر محدود وساتي.

«د عراق له پاره د ډار کال»

د ملگرو ملتونو د يوه رپوټ له مخي په ۲۰۱۴م کال کې په عراق کې دومره انسانان وژل شوي دي چې په تیرو اوو کلونو کې نه ول وژل شوي. د ملگرو ملتونو د یوه نوي رپوټ له مخې په تیرو ۱۲ میاشتو کې ۱۲۲۸۲ ملکي کسان وژل شوي او دغوندي دوه برابر نور ټپیان شوي دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې یوازي د تیر کال په دسمبر میاشت کې ۶۸۰ ملکي کسان او ۴۲۱ عسکر وژل شوي دي. ويل شوي دي چې د قربانيانو ډيره برخه په پلازمېنه بغداد کي وه. د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي نیکولای مالدینوف، ویلي دي: «دا په عراق کې په ۲۰۰۶/۲۰۰۷ کلونو کې د تاوتریخوالي له مرگوني څپې راهیسي تر ټولو د ډار کال وو.»

د بغداد يوه برخه
د بغداد يوه برخهانځور: picture-alliance/dpa/Ali