1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاگون منځني ختيځ ته د عسکرو ليږد ارزوي

۱۳۹۸ خرداد ۲, پنجشنبه

امريکا له ایران سره د ترينگلتيا له وجې جنگي بيړۍ او پاتريوت ـ توغندي لا دمخه خليج ته استولي دي. اوس د تر لسو زرو عسکرو د احتمالي ليږد خبره کيږي. آلمان غواړي په دې شخړه کې منځگړيتوب وکړي.

https://p.dw.com/p/3Ivxh
Symbolbild US-Truppen im Irak und Syrien
انځور: imago/StockTrek Images

په خليج کې ترينگلي وضعې ته په کتو سره د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت سيمې ته د اضافي عسکرو د ليږد په اړه ارزونه کوي. د دوو حکومتي چارواکو په حواله، چې نه يې غوښتل نومونه یې واخيستل شي، د ۵۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ پورې عسکرو د ليږد خبره کيږي.

ويل شوي دي چې پوځ ته په دې اړه دنده سپارل شوې ده. خو دا روښانه نه ده چې پنتاگون به په دې عمل وکړي. ويل شوي دي چې له ياد وزارت څخه تل دغه ډول غوښتنه کيږي. د دفاع وزارت بيا نه غوښتل په دې اړه څه ووايي.

«بشپړ دفاعي ماموريت»

يادو دوو چارواکو وويل چې که چېري عسکر وليږدول شوي نو ماموريت به يو بشپړ دفاعي ماموريت وي. خو سړی بايد د نورو دافع هوا تجهیزاتو، جنگي کښتيو او ورته تجهیزاتو پر لېږد باندي هم غور وکړي.

د آلمان منځگړيتوب

د امریکا متحده ايالاتو او ايران اړيکې په تيرو اوونيو کې ډيري خرابي شوي دي او د يوې جگړې د رامنځته کيدو انديښنې زياتې شوي دي. د آلمان «Süddeutschen Zeitung» ورځپاڼي د يوه رپوټ په حواله د آلمان حکومت په دې شخړه کې د منځگړيتوب هڅې پېل کړي دي.

د ورځپاڼې په حواله د بهرنيو چارو وزارت د سياسي برخې مشر ينس پلوتنر د پنجشنبې په ورځ تهران ته سفر کوي. نوموړی به هلته پر نورو سربيره د ايران د بهرنيو چارو له مرستيال وزير عباس عراقچي سره وگوري.

ورځپاڼې د بهرنيو چارو وزارت په حواله ليکلي دي چې په فارس خليج او په دغه ټوله سيمه کې وضعيت «ډېر جدي» دی.

زياته شوې ده چې د «شخړې د پراخيدو رښتنی خطر» موجود دی ـ که هغه د سوء تفاهم له وجې او که د يوې پېښې له امله وي. په داسې يوه حالت کې «خبرې اترې ډېرې مهمې او اړينې دي.»

څو ورځې مخکې ولسمشر دونالد ترمپ ايران په له منځه وړولو گواښلی وو. پنتاگون دوې الوتکې ليږدونکې بيړۍ، بم غورځونکې الوتکې او د پاتريوت په نوم دافع هوا سسټم منځني ختيځ ته لېږلي دي.

همدا راز په عراق او سوريه کې امريکايي عسکرو ته د «بشپړ تيارسي» لارښوونه شوې وه او له عراق څخه هغه ديپلوماتان چې ډېره اړتيا ورته نه ليدل کيږي، بيرته امريکا ته غوښتل شوي دي.

امريکا همدا شان د ايران پر مشرتابه نوي بندیرونه هم وضع کړل. ايران بيا د دې په ځواب کې د يورانيمو غني کولو پروسه چټکه کړه.

b.s/n.z (ap, rtr, afp)