1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنيتا: امريکا به په نزدې ختيځ کي پوځي حضور پياوړی وساتي

۱۳۹۰ آبان ۲, دوشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير ليون پنيتا وايي چي د عراق څخه د ځواکونو پر وتلو سربيره به، په نزدې ختيځ او اسيا کي خپل پوځي حضور پياوړی وساتي. اوس مهال په کويټ کي ۲۳ زره امريکايي عسکر مېشت دي.

https://p.dw.com/p/12xVE
«په سيمه کي به پوځي حضور پياوړی وساتو»
«په سيمه کي به پوځي حضور پياوړی وساتو»انځور: picture alliance/dpa

ليون پنيتا د اندونيزيا په بالي ټاپو کي د (جنوب ختيځي اسيا تړون) د دفاع وزيرانو په غونډه کي د خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي:

« موږ به خپل پوځي حضور په دغه سيمه کي وساتو، لکه څرنگه چي دا کار اوس کوو.»

د پيناگون مشر يادونه وکړه، چي په روان وخت کي په نزدې ختيځ کي ۴۰ زره امريکايي ځواکونه ځای پر ځای دي، چي د هغو د جملې څخه يې ۲۳ زره په کويټ کي مېشت دي.

هغه دغه راز د خپلو خبرو په دوام کي زیاته کړې، چي په روان وخت کي ۱۰۰ زره امريکايي عسکر لا په افغانستان کي مېشت دي، او امريکا به هر وخت د ايران گواښ ته په کتو سره په سيمه کي خپل پوځي حضور پياوړی وساتي.

« موږ به هروخت په سيمه کي هغومره پوځي حضور ولرو چي په هروخت کي وکولای سي د ايران هر ډول گواښ ته ځواب وويلای سي.»

د امريکا متحده ايالات د ايران د گواښ د مخ نيوي له پاره حتي په اروپا کي د توغنديو ددفاعي سيستم په جوړولو بوخت دي، چي هلته بيا د روسيې د مخالفت سره مخامخ دي.

دا په داسي حال کي ده، چي درې ورځي مخکي د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما د روان کال تر پايه د عراق څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ايستلو اعلان وکړی.

د عراق څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته هم په هغه هيواد کي د امريکا د متحده ايالاتو شاوخوا ۵۰ زره عسکر مېشت ول.

ټاکل سوې، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکايي ځواکون شتون او يا دايمي پوځي اډو د جوړلو له پاره به په راتلونکې مياشت کي په افغانستان کي لويه جرگه راوبلل سي.

د ولسمشر کرزي په خبره، جرگه به پريکړه کوي، چي د امريکا د متحده ايالاتو سره د دايمي پوځي اډو ستراتيژيک تړون لاسليک سي او که نه.

بله خوا داسي ښکاري، چي افغان حکومت او د امريکا متحده ايالات يوې پريکړي ته سره رسېدلي وي.

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن په ازبکستان کي د جمهوررئيس اسلام کريموف سره په خبرو کي پر دې باندي ټنگار کړی و، چي د امریکا متحده ايالات به په سيمه کي خپل پوځي حضور پياوړی وساتي.

کلينټن د ازبکستان جمهوررئيس ته ډاډ ورکړی، چي متحده ايالات به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم نه يوازي په افغانستان، بلکي په سیمه کي به خپل پوځي شتون ته نوره هم پياوړتيا ورکړي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: سيد رياض