1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنيتا: د سرتيرو وژنه انفرادي پيښه ده

۱۳۹۱ فروردین ۸, سه‌شنبه

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا ویلي دي چي په افغانستان کي د افغان سرتيرو له خوا د امریکایي او ناټو سرتیرو وژنه یوه انفرادي پیښه ده او دا به اړيکو ته کوم زيان ونه رسوي.

https://p.dw.com/p/14Sgh
انځور: Reuters

پنيتا کاناډا ته د خپل سفر پر مهال خبریالانو ته ويلي دي چي د دوشنبې په ورځ په دوو جلا پیښو کې چي په هغه کې دوه بریتانياوي او یو امریکایي سرتیری ووژل شول، پر هغه خبرو به هيڅ تأثير و نه لري چي اوس ددواړو هيوادونو تر منځ د شپې د عملياتو د بندولو په اړه رواني دي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال الین هم د دوشنبې په ورځ وویل چې امریکا د شپې دعملیاتو پر سر«د خبرو اترو په یو حساس پړاو» کي ده.

یوه مسوده چې تر کارلاندي ده او اټکل کیږي چې په روانه اوونۍ کي به لاسلیک شي د افغان اردو ځواکونو قطعات به د چاپو په پلانولو او تر سره کولو کې لوی نقش ولري او یو افغان قاضي او یا یو هیئت به هم د تصمیم نیولو حق ولري، نه د ویټو.

پنيتا ویلي دي چې په دغسي بریدونو کي چې د افغانانو له لوري امریکایان او یا هم د ایتلافي ځواکونو سرتیري وژل کیږي باید د دواړو هیوادونو پر یو بل باندي باور کمزوری نه کړي. د پینټا په وینا دغسي پیښي انفرادي دي او دا په لویه کچه د کوم انعکاس معنی نه لري.

د متحده ایالاتو د پوځونو مشر جنران مارټن ډیمپسي، کولمبیا ته د سفر پر وخت خبریالانو ته وویل چي د ستونزو د هوارلو تر ټولو اساسي کار خپله د افغان تروریستي ضد استخباراتو پیاوړي کول دي.

د هغه په وینا دوی هر هغه څه چې ممکن وو تر سره کړي دي. هغه په دې خبره اعتراف وکړ چې امریکایي او نورو روزونکي چې افغان پوځ روزي د خطر له گواښ سره مخامخ دي.

پنیتا دا وخت په اوتاوا کي دئ چې د کاناډا او مکسیکو د دفاع له وزیرانو سره وگوري. په دې ليدنه کتنه کي پرامنیتي مسایلو سربيره د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي او سرحدي موضاعگانو باندي خبري کيږي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل