1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنیټا: په افغانستان کې جگړه په مخ کې لرو

۱۳۹۱ خرداد ۸, دوشنبه

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا ویلي دي چې لا تر اوسه پورې هم په افغانستان کې ناټو له جگړې سره مخامخ ده. هغه زیاته کړې ده چې طالبان بیا واک ته نه شي رسیدای خو دغه ډله به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/153Qi
انځور: dapd

پنیټا په خپلو خبرو کې ویلي دي چې په ۲۰۱۳م کال کې افغان ځواکونو ته د امنیت د مسئولیت د سپارلو پلان په سمه لار روان دئ. هغه زیاته کړې ده چې پر طالبانو باید فشار جاري وساتل شي.

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، چې په ۲۰۰۹م کال کې ئې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمیر زیات کړ، پلان لري چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه پورې له افغانستان څخه خپل ټول جنگي سرتیري راوباسي او تر هغه وروسته د افغانستان د پوځ ملاتړ ته دوام ورکړي.

د رویترز خبري آژانس په خپل یوه راپور کې لیکي دي چې د افغانستان د پوځ شمیر چې ۳۳۰ زرو تنو ته لوړ کړل شوی دئ لا هم د استخباراتو، هوایي ځواک او په لوژیستکي برخه کې کمزوری دئ.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر د ABC له تلویزوني شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې نړۍ پوهیږي چې په افغانستان کې لا هم جگړه په مخ کې لري. هغه زیاته کړې ده چې امریکا لا هم د طالبانو سره په جگړه بوخته ده. پنیتا ویلی دي چې طالبان کمزوري کړای شوي دي خو هغه په خبره دغه ډله ارتجاعي خاصیت لري او قدرت او بریدونه ئې وخت نا وخت کمیږي او بیا بیرته ډیریږي.

پنیټا وړاندې ویلي دي چې طالبان د دې توان نه لري چې داسې منظم بریدونه تر سره کړي چې له ناټو یا افغان ځواکونو څخه کومه سیمه ونیسي. هغه زیاته کړې ده: «موږ د تاوتریخوالي د سطحي د ټیټیدو شاهدانو یو. موږ د دې شاهدان یو چې افغان اردو د دې توان لري چې په ښه توگه امنیت ټینگ کړي.»

خو لویه اندیښنه دا ده چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښایې طالبان بیرته راوگرځي. د متحده ایالاتو یوه وتلي سناتور جان مکین، چې د سنا د بهرنیو چارو د جرگه گۍ غړی هم دئ د یکشنبې په ورځ له FOX News Sunday سره په خپله یوه مرکه کې ویلي دي:

«تاسو یو ځل هم د ولسمشر بارک اوباما له خولې د بریا ټکی اوریدلې دئ؟ دا ځکه چې موږ هر ځل د پوځونو د راایستلو، راایستلو خبرې کوو.»

جان مکین په دغه مرکه کې وړاندې ویلي دي چې د بارک اوباما له خوا تر دې اعلان وروسته چې له افغانستان څخه پوځونه راباسي، طالبان په دې فکر کې دي چې گنې نړیواله ټولنه به افغانستان پریږدي او هغوی به بیا واک ته ورسیږي:

«ولسمشر د پوځي قوماندانانو وړاندیزونه و نه منل او له دې کار سره ولسمشر تر بل هر وخت خطر څو چنده زیات کړی دئ.»

پنیتا په خپلو خبرو کې دا هم ویلي دي چې دا اندیښنه به پر ځای پاتي وي چې طالبان په پاکستان کې د خپلو خوندي پټنځایونو څخه بریدونه کوي. هغه زیاته کړې ده چې د پاکستان او متحده ایالاتو اړیکي کړکیچنې دي. خو پنیتا ویلي دي امریکا به له پاکستان سره خپل کار ته ادامه ورکړي، ځکه چې دغه هیواد د امریکا له پاره مهم دئ او اتومي وسلې لري.

پنیتا په خپلو خبرو کې ډاکټر شکیل افریدي ته د سزا په اورلو خواشیني څرگنده کړه. هغه وویل: «ډاکټر شکیل افریدي د پاکستان پر ضد کار نه کاوه. هغه د القاعدې پر ضد کار کاوه. او زه هیله لرم چې پاکستان په دې وپوهیږي.»

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش