1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آريانا کي د سرودونو او افسانو دوره

استاد حبيب الله رفيع۱۳۸۷ دی ۱۸, چهارشنبه

د آريانا يا لرغوني افغانستان په ژوند كې د سرودونو او افسانو دوره يوه ځانګړې دوره ده چې د نورې نړۍ د هيوادونو ژوند داسې ځانګړې دوره نه لري.

https://p.dw.com/p/GTlS
ARCHIV - Ein Bauer arbeitet auf seinem Feld nahe der Stadt Taloqan in der afghanischen Provinz Takhar. Im Hintergrund sind die Vorläufer des Hindukusch zu sehen (Archivfoto vom 22.11.2004). Die USA haben in Afghanistan einen ungeheuren Mineralienschatz entdeckt. Nach einem Bericht der «New York Times» vom Montag (14.06.2010) sitzen die Afghanen auf Mineralien im Wert von einer Billion Dollar - weit mehr als bisher angenommen und genug, um dieWirtschaft des geschundenen Landes komplett zu verändern. Foto: Peter Endig +++(c) dpa - Bildfunk+++
Große Mineralien-Vorkommen in Afghanistan entdecktانځور: picture alliance/dpa

د نړۍ د هيوادونو ژوند دوې دورې لري يوه تر تاريخ وړاندې دوره او بله تاريخي دوره خو د لرغوني آريانا ژوند د دې دوو دورو تر منځ يوه بله دوره لري چې د سرودونو دوره ده او د افسانو.

په دې دوره كې ويدي سندرې وپنځېدې، خوله په خوله شوې، سيمه په سيمه شوې، خورې شوې، وركې ويدي سندرې د آريانا ويجه په غېږه كې لكه د بيدياني ګلونو غوندې وغوړېدې د احساس وږمو خوځولې، سهارنيو پرخو وخندولې او بيا د زمان ساړه بادونه پرې ولګېدل، پاڼې، پاڼې يې كړې او په همغه بيا كې وركې شوې، بېرته په خاورو ورګډې شوې او يو ځل بيا د ريګويداد سندرو په توګه رازرغونې شوې او د آريانا د پسرلنيو وږمو په وزرونو له هندوكش نه راواوښتې او د تاريخي افغانستان ټوله سيمه يې ونيوله. د ريګويداد سندرو دوره د هيواد تر تاريخي دورې وړاندې دوره وه او د ليك تر پيدايښت مخكې.

په ويدي سندرو پسې د اوستاسندرو خصوصاً د روحاني لارښود زردښت له خوا پنځول شويو سندرو چې ګاڅونه بلل كېږي د آريانا د سرودونو دوره د هغې له تاريخي دورې سره ونښلوله او افغانستان خپلې تاريخي دورې ته ننووت. پښتو ژبه چې د ويدي او اوستايي ژبو په څنګ كې رالويه شوې وه، وده يې كړې وه، ادبيات – سندرې او سرودونه په كې پنځېدلي وو نو له همغه ويدي او اوستايي سرودونو په يوه خم كې رنګ وو او دا ادبي ګلونه په همغه ادبي بڼ كې غوړيدلي وو.

د پښتو اولسي سندرې او د پښتو لرغونې سندرې همغه سندرې دي چې سكښت او جوړښت يې د بڼې او منځپانګې له مخې له ويدي او اوستايي سندرو سره فكري او شكلي لنډون او پيوستون لري.

د ميندو سندرې د پښتو اولسي سندرو پيلامه او سريزه ده او لكه څنګه چې د ويدي دورې ميندو خپل ماشومان د سرودونو په آهنګونو او اندونو روزل همدا راز پښتني ميندو هم د خپلو ماشومانو لپاره داسې سندرې جوړې كړې دي چې د ماشوم له څلوېښتۍ نه وروسته يې تر ځوانيدو پورې د عمر په بېلابېلو پوړيو ې ورته اورولي دي.

“للو” د ميندو يوه لرغونې سندره ده چې پښتني ميندو د زمانې د زرګونو كلونو په پوړيو قدم په قدم موږ ته رارسېدلې او پښتون ماشوم يې ويده كړى او ويښ كړى دى. مور وړوكى ماشوم په داسې حال كې چې په تي يې موړ كړى وي، په غېږه كې نيولى وي، ورته ګوري، سترګې يې په سترګو كې ورخښې كړې وي، سر ورته خوځوي، ورته خاندي، په سينه يې ورو – ورو ټپوي او د ماشوم ټول فكر او حواس يې ځان ته جلب كړي وي، دا وخت ورته وايي:«اللو للو ، پيشو ، پيشو مه راځه د غرو – ميرويس جان داسې ويده دى لكه ګوډى د رنجو.» څو ځلې چې للو تكرار كړي، بندونه يې وربدل رابدل كړي، ماشوم بيا په درانه خوب ويده شوى او زانګو ته رسيدلى وي.

هره مور د خپل ماشوم له اړتيا سره وړ، د ماشوم د وړې او ماشومانه ژبې په نظر كې نيولو او د خپلې سيمې له لهجې او ويلو سره سم للو برابروي نو ځكه په هر ځاى او هره سيمه او هر وخت كې د للو الفاظ او ويي بدل شوي رابدل شوي او د زمان په واټ كې يې د زرګونو كلونو واټن وهلى دى.

للوګانې د پښتونخوا په بېلابېلو سيمو كې خپلې لهجوي او خپلې محلي ځانګړنې لري او د خپل چاپېرچل انځور اخلي. د سوات په پښتنو كې د الله هو للو للو رنګ او آهنګ بيا داسې دى:

اللهو شه اللهو ! للى للو للى للو

زما بچى داسې اوده دى لكه ګوډى د اوړو

يا

زما بچى داسې اوده دى لكه ګوډى د مسرو

يا

زما ګران داسې اوده دى لكه ګل په نندارو

د كوټې پښتنې ميندې خپل ماشوم ته للو په دې الفاظو وايي:

اللو اللو دلته مه راځه چوچو

دلته غږ دى د نيكانو د ميړو

اللو اللو خوب دې درسي په ليمو

درد دې ليرې له هډو

اللو اللو اللو اللو !

كله چې ماشوم ژاړي خصوصاً هغه وخت چې نوى ژړاته ځان جوړوي نو مور يې د دې لپاره چې ژړا يې په خندا بدله كړي يوه سندره ورته وايي، دا سندره په داسې حال كې وايي چې پر ماشوم ورټيټه وي، سر ورته ښوروي او نور ځانګړي اكټونه كوي او د ښي لاس بټه ګوته په ډېره نرمۍ كله په پاس شونډه او كله په لاندې شونډه ورږدي چې په دې ترتيب له يوې خوا ماشوم د ې اكټونو او حركاتو ته متوجه كېږي او له بلې خوا يې شونډې تخمېږي نو د دې پر ځاى چې وژاړي په موسكا كېږي، سترګې غړوي او مور ته يې ګوري چې هغه سندره دا ده:

«چاوهلى ، ريدي ګل چا وهلى، ګوډ ميږي په پښه وهلى، ګوډ ميږى دې ړوند شي نن يې بيا وهلى، ادې ته يې په ژړا راغلى.»

همداراز كوم وخت چې مور وغواړي له يوې خوا له ماشوم سره خپل پام غلط كړي او له بله پلوه د خپل ماشوم سات ورتېر كړي نو يو لړ سندرې ورته وايي، د ده دبدن بېلابېلې برخې په كې ستايي، اشارې ورته كوي، مخصوص اكټونه ورسره كوي او په ډېر خواږه آهنګ او وزن يې ورته اوروي، له دې منظومو څخه يو بل مهم مطلب دا دى چې د ماشوم غوږ ته خبرې ورورسوي او هغه له خپلې ژبې سره اشنا كړي، له دې څخه يوه نمونه دا ده:

يو يې سپينكى مخ دى لكه پوڅه د چوپان، يوه يې لوړه پوزه لكه پوله د ديكان، دوه يې غټې سترګې لكه ګاټي د ميدان، دوه يې نرۍ وروځې لكه توركي د قران، دوه يې نرۍ شونډې لكه مزي د ګريوان.

هغه وخت چې ماشوم ګرزاندى شي ډېر ورو – ورو په ډار – ډار قدم اخلي نو مور يې ورته وايي: باران جانه غونډه منډه – دروازګۍ ته وكړه منډه – په ځان دې اتيات وكړه چې تورپېكۍ دې نشي كونډه. په دې ترتيب د احتياط كولو درس وركوي او اوږد ، آرام ، هوسا او له خوښيو ډك ژوند يې غواړي.

دا د پښتو سندرو سريزه او مقدمه ده چې د ميندو له خوا راپيلېږي او عمر يې زرګونو كلونو ته رسېږي او د ماشوم په مغز كې د مورنۍ ژبې لومړني بنسټونه ږدي.

بندوبست د كاينات مې په خبرو

يو تر سله صدقه شه، سل تر زرو