1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان او برتانيه کي د افغانستان د جگړې پر ضد مظاهرې

۱۳۹۰ مهر ۱۷, یکشنبه

د شنبې په ورځ د برتانيې په پلازمېنه لندن او د آلمان په پلازمېنه برلين کي د افغانستان د جگړې پرضد او د هغه هيواد څخه د سرتيرو د ژر تر ژر را ايستلو په اړه سوله ييز لاريونونه تر سره سول. مظاهرې په سوله ييزه توگه تر سره سوې.

https://p.dw.com/p/12oVH
د جرمني د لومړي وزارت مخ ته د کاغذ څخه جوړ سوي ټانک ته اور واچول سو.
د جرمني د لومړي وزارت مخ ته د کاغذ څخه جوړ سوي ټانک ته اور واچول سو.انځور: dapd

په افغانستان کي د امریکا د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندي د نړیوال ایتلاف د پوځونو د مداخلې د لسمي کالیزي په مناسبت د برتانيې په پلازمېنه لندن کي د جګړې پر ضد یوه ستره مظاهره تر سره سوه.

 

د دغي مظاهرې په سر کي د ویکيلیکس مؤسس جولیان اسنج او د پاکستان د کريکټ د پخواني اتل عمران خان پخوانۍ مېرمن، جمیمه خان ولاړ ول.

 

دغه مظاهره د «جګړه ودروی» تر نامه لاندي د یو ایتلاف له خوا جوړه سوې وه او ویل سوي، چي پکښي څه ناڅه 5000 کسانو برخه اخیستې وه.

 

جمیمه خان، په افغانستان کي د جګړې دوام ددغه هیواد د خلکو، په ځانگړې توگه د افغان ښځو لپاره یو ستر ناورین وګانه.

 

د ویکيلیکس مؤسس اسنج، چي په برتانيه کي تر سختي قانوني څارني لاندي دی، د افغانستان روانه جګړه يې وغندله او وویل، چي د جګړې برخه وال خپلو خلکو ته «دروغ وايي».

 

دغه راز تيره ورځ د آلمان په پلازمېنه برلين کي هم د سولي غورځنگ او د حکومت د مخاليف گونډ د پلويانو په گډون تر دې شعار لاندي، چي« بېله شرطه عسکر را وباسئ» تر سره سوه.

 

لاريون کونکي د برلين په «پودسدم پلتڅ» کي سره راټو او وروسته د لومړې وزارت د دفتر پر لور روان سول.

 

په دغه لاريون کي چي په سلهاوو خلکو گډون کړی و، د آلمان د لومړۍ وزيري د دفتر مخ ته يې د کاغذ څخه جوړ سوي يو پوځي ټانک ته اور ورته کړ.

 

په پام کي ده چي د افغانستان څخه د آلماني عسکر د وتلو لومړۍ جوپه د روان کال په پای کي پيل سي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم