1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« په آلمان کي به د کډوا لۍ نوی قانون ګټور وي»

احمدولي اڅکزی / ؤلفګانګ ډيک۱۳۹۳ اسفند ۱۶, شنبه

آلمان د امريکا، کاناډا او يو شمېر نورو هيوادونو په څېر د کډوالۍ يا دغه هيواد ته د خارجيانو د راجلبولو قانون نه لري. سوسيال ډيموکراټ ګوند اوس په دې تړاو يوه مسوده وړاندي کړې چي کډوالو يې هرکلی کړی دی.

https://p.dw.com/p/1En18
انځور: imago/Ralph Lueger

د آلمان د ګډ حکومت سوسيال ډيموکراټ ګوند و آلمان ته د کډوالو د راجلبولو له پاره د يو قانون مسوده وړاندي کړې ده. د دغه مسودې له مخي په پام کي نيول سوې چي هغه قواعد او ضوابط چي په دې اړه په آلمان کي موجوده دي، د کډوالۍ د يو نوي قانون تر عنوان لاندي راټول کړل سي.

په آلماني ژبه کي د کډوالۍ له پاره څو لغتونه کارول کيږي چي د هر يو څخه يې بېل تعبير اخيستل کېدلای سي. په دې ترڅ کي د يو شمېر خارجيانو په فکر تر اوسه په آلمان کي د Zu-Wanderung لغت څخه زيات کار اخيستل کېدی. د دغه لغت تقريبي مانا د هغه کډوالۍ ده چي د راکډه کېدونکي پکښي اراده او غوښه شامله وي، خو د کوربه هيواد له خوا پکښي غوښتنه نه وي شامله. په دې لحاظ دغه لغت تر یوې اندازې پوري منفي معنی لري. خو د آلماني ژبي Ein-Wanderung لغت بيا برعکس د کډوالۍ مثبته معنی ورکوي. د دغه لغت څخه هغه کډوالي مقصد ده چي پکښي کوربه هيواد د کډوالو راتګ ته دلچسپي او خوښي وښيي.

آلمان به په رسمي توګه د کډوالۍ په هیواد واوړي

په آلمان کي تر اوسه د «خارجيانو قانون» تر نوم لاندي قانون موجود دی. په دغه کي د وېزې او په آلمان کي د پاته کېدو شرايط او ضوابط شامل دي. دا چي د آلمان دولت پخپله د خارجيانو راتګ ته لاره هواره کړي او يا بلنه ورته وکړي، په دې تړاو د مثبته معنا لرونکي کډوالۍ يا په آلمانۍ اصطلاح Ein-Wanderung لپاره ځانګړی قانون نه دی موجود.

د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند د وړانديز له مخي بايد اوس تر۵۰ څخه زيات هغه ضوابط او قواعد چي د کډوالۍ په تړاو موجود دي، د کډوالۍ له پاره يه يو نوي او ځانګړي قانون کي بايد سره يو ځای کړل سي. په دې توګه سره به آلمان په رسمي توګه د کډوالۍ په هيواد واوړي.

د آلمان ږغ ډويچه وېله د کډوالۍ له پاره د پلان سوي آلماني قانون په تړاو په آلمان کي د اوسېدونکو کډوالو د ټولنو څخه د هغوی نظر وپوښت. د «نوي آلماني سازمانونو» په نوم د کډوالو د دويم او دريم نسل د استازي سازمان څخه برېشکای فرهاد د کډوالۍ د پلان سوي قانون په هکله خپل نظر داسي څرګند کړ: « زما په فکر بايد په آلمانۍ ټولنه کي د کډوالو د لا زياتي ونډي او اشتراک په هکله بايد خبري وسي. موږ يوې ژوندۍ د کډوالۍ ټولني ته ضرورت لرو. د کډوالۍ قانون رامنځ ته کېدل ښه خبره ده، خو موږ بايد دې ته هم پام وکړو چي موږ په ټولنه کي داسي بدلونونه رامنځ ته کړو چي هغه انسانان چي تر مخه لا دلته دي او يا نوي راتلونکي دي، دلته ځان ښه او ښه راغلاست احساس کړي.»

لا زياتو امکاناتو ته اړتیا سته

د آلمان ږغ له خوا د پوښتل سوو د کډوالو د سازمانونو اکثريت استازو وويل چي دا يوه ښه خبره ده چي په آلمان کي اوس دا خبره رسمي کيږي چي دغه هيواد د کډوالو له پاره يو کوربه هيواد دی. د هغوی په وينا دا د ستايلو ده چي د دې وروسته به د کډوالۍ موضوع په مثبته توګه ياديږي.

برېشکای فرهاد: کډوال بايد ځان ښه احساس کړلای سي
برېشکای فرهاد: کډوال بايد ځان ښه احساس کړلای سيانځور: Privat

د ډويچه وېله سره د خبرو پر وخت زياتو استازو پر دې هم ټينګار کاوه چي د نوو کډوالو له پاره د آسانتياؤ د برابرولو تر څنګ بايد چي د هغو خارجيانو له پاره په آلمان کي لا زيات امکانات برابر کړل سي، چي تر مخه لا دلته مېشت دي. لکه په آلمان کي د کډوالو د سازمانونو د فډرالي کاري ډلې رئيس محمېت تان ري وېردي چي وايي: «اته کاله تر مخه د آلماني ژبي د ښووني په کورسونو پېل وسو. دا يو ګټور اقدام ؤ. د آلمان ژبي کورسونه اشد ضرورت دي. موږ نورو پيسو ته اړتيا لرو چي لا زيات کورسونه تمويل کړلای سو. د بېلګي په توګه د پناه غوښتونکو له پاره.»

برېشکای فرهاد هم د تان ري ويردي په نظر ده. هغه وايي چي و آلمان ته د نوو او مسلکي زدکړه لرونکو کډوالو د راجذبولو تر څنګ بايد چي د آلمان دننه د اوسېدونکو د کډوالۍ شاليد لرونکو سره کومک وکړل سي چي مسلکي زده کړي وکړي. هغه وايي: « هغه څه چي د نوي قانون په مسوده کي زما خوښ سوي دي، هغه دغه وړانديز دی چي و آلمان ته پناه راوړونکو لپاره داسي آسانتياوي وړانديز سوي دي چي هغوی مسلکي زده کړي وکولای سي او دا په هغه صورت کي هم چي دوی قبول نه سي. دا ډېره ښه خبره ده چي هغوی ته به د نه قبولۍ باوجوده د خپلو شروع کړو مسلکي زدکړو د پوره کولو او د ځان له پاره د کار پيدا کولو وخت ورکول کيږي. دا يو ډېر مثبت کار دی.»

په آلمان کي د کډوالۍ د نوي قانون په تړاو په داسي حال کي بحثونه روان دي، چي و دغه هيواد ته په تيرو ۱۲ مياشتو کي د پناه غوښتونکو د راتګ شمېرې زښتي زياتي سوي دي.