1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د ادغام یوه لاره، رښتینې مینه ده

کيوين کوت۱۳۹۴ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

آلمان ته ډېر مهاجر د خپل ژوند ژغورلو په موخه راځي. ډیر لږ داسي کسان وي چې دلته د میني موندلو له پاره راځي. خو که هغوی غواړي په ټولنه کې ادغام شي نو باید دلته خپله مینه هم ولټوي. خو د مینې موندل اسانه نه ده.

https://p.dw.com/p/1IDAh
انځور: privat

علي، تازه په برلین کې له مونشن څخه رارسېدلي یوې اورګاډي څخه کښته شوی وو. هغه ستړی وو او لار ترې ورکه وه. دا د تیر کال د سپتمبر میاشتی دویمه اوونۍ وه. دغه وخت په انترنت کې د هغه سوریایي ماشوم انځور لاس پر لاس کېدی چې په ترکيه کې یې مړی اوبو د سیند څنډي ته رایستلی وو.

علی د بالقان هیوادونو له لاري اروپا ته رسیدلی وو. هغه لومړی له ترکیې څخه ځان یونان ته رسولی وو او بیا د مقدونيا، سربستان، هنګري او اتریش هیوادونو تر تریدو وروسته آلمان ته رسیدلی وو.

لینا هم د برلین د اورګاډي په مرکزي تمځای کې ولاړه وه. هغې او یو ځينو نورو ښځو په لاس کې داسې ورقي لرلې چې پرې لیکل شوي وو: «مهاجرو آلمان ته ښه راغلاست!». د هغې ملکري ۲۸ کلن علي او د هغه دوو نورو عراقي ملګرو ته د دوو ورځو له پاره د اوسیدو ځای وړاندیز وکړ. تر هغه مخکې چې علي او ملګري یې ولاړ شي لینا خپل نوم پر یوه کاغذ باندي ولیکه او علي ته یې ورکړ. هغې علي ته وویل چې هرکله که مرستي ته اړتيا ولري نو زنگ دي ورته ووهي.

یوه ورځ وروسته، علي لینا ته یو لیکلي پیغام واستاوه او له هغې څخه یې په انګلیسي ژبه مننه وکړه. لینا هم د هغه ځواب ورکړ او په دې ترتیب سره د هغوی تر منځ د تیلیفوني پیغامونو استولو لړۍ پیل شوه. یوه ورځ لینا په برلین کې د مهاجرو ادارې مخې ته له خوراکي موادو یوه ډکه خلته راوړه او علي ته یې ورکړه، خو علي بیا د دغو خوراکي موادو ډیره برخه نورو مهاجرو ته وسپارله.

هغوی پوهیدل چې یو پر بل مین شوي دي

یوه ورځ لینا، علي ته پیغام واستاوه، خو هغه وویل چې ډیر ستړی دی او نه شي کولای ځواب ووایي. لینا خواشینې شوه او داسې فکر يې وکړ، چې کیدای شي پر علي یې ډیر فشار اچولي وي. خو یوه ورځ وروسته علي لینا ته پیغام واستوه چې ورپسې خفه شوی دی.

د تليفون شمېره ورکول
د تليفون شمېره ورکولانځور: privat

اوس چې آلمان او نور اروپايي هیوادونه په دې اړه بحث کوي چې څرنګه باید له دومره ډېرو مهاجرو سره مقابله وکړي، بله لویه موضوع د ادغام ده.

په آلمان کې ډیر پناه غوښتونکي نارینه دي. او د ډېر سنونه تر۳۰ کلنۍ کښته دي. آلماني سیاستوال وایي د دې له پاره چې د ادغام بهیر کامیابه شي، باید مهاجر له نورو آلمانیانو جلا او لیري ژوند و نه لري.

یوه لاره چې مهاجر کیدای شي په مرسته یې په آلمان کې ادغام شي، له آلماني نجونو سره ودونه کول دي. خو د علي او لینا کیسه ښي چې دا کار هم له ستونزو خالي نه دی.

د مینې کیسه

کله چې لینا خپلو ملګرو ته وویل چې هغه مینه شوې ده، نو هغوی دې ته د احتیاط کولو مشوره ورکړه. لینا وایي: «ملګرو مې را ته وویل چې احتیاط کوه، ځکه هغه مسلمان دی. هغوی راته وویل چې د هغوی کلتور زموږ سره توپیر لري. هغوی وګواښلم چې زه ځان په ستونزو کې ښکیلوم.» لینا زیاتوي: «ملګرو به مې ویل چې هغه کیدای شي یوازي د دې له پاره چې دلته پاته شي، له تا سره وي.»

پخپله لینا دا اندیښنه لرله چې کیدای شي علي د دې له پاره له دې سره ډیر نزدي وي چې دا یې ډیره مرسته کوي.

علي، اروپا ته د رسیدو پر لاره له ډیرو ستونزو تیر شوی وو، خو دغو ټولو ستونزو هغه په اروپا کې د میني جنجالونو ته نه وو چمتو کړی.

هغه وایي: «کله چې موږ لومړی شپه یو له بل سره تیره کړه، نو په سهار کې لینا غوښتل ما ښکل کړي. ما ورته وویل چې زه هغه نه شم ښکلولای، ځکه په عراق موږ تر هغه وخته پورې یو څوک نه ښکلوو چې ورسره د واده نیت و نه لرو.»

علي، د لینا له مور او پلار سره هم ولیدل او له هغوی سره هم نزدې شو. د لینا کورنۍ باور لري چې د علي او لینا مینه ریښتنې ده. خو د علي کورنۍ لا تر اوسه پوري په دې خبره نه ده چې علي د لینا په نوم یوه ملګري لري. علي وایي: «کله چې موږ د واده پریکړه وکړه نو زه بیا خپل پلار ته د لینا په اړه وایم. هغه وخت به هر څه سم شي.»

علي وايي چې هر مهاجر باید یوه آلمانۍ ملګرې ولري ځکه په خبره یې له هغه سره د ژبې په زده کولو او ادغامیدو کې مرسته کولای شي.

په دې رپوټ کې د کسانو اصلي نومونه نه دي اخیستل شوي.