1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د بهرنيانو د اقامت قانون تصويب سو

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۱۳, شنبه

د آلمان پارلمان په دغه هيواد کي د مهاجرو د اقامت اصلاحي لايحه تصويب کړه. دغه قانون د مسيحي ديموکرات او سوسيال مسيحي اتحاد او سوسيال ديموکرات ګوند په موافقو رايو سره تصويب سوه.

https://p.dw.com/p/1FsY9
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان پارلمان ته د پنجشنبې په ورځ د دغه هیواد د کورنيو چارو د وزير توماس ديميزير له خوا وړاندي سوې د مهاجرو اصلاحي لايحه تصويب کړه.

د دغي لايحې له مخي به هغه مهاجرو ته چي له آلمانۍ ټولني سره ئې ځان جوړ کړی دئ د ژبي د زده کړي اسانتياوي برابري سي او هغه چي په دغه ټولنه کي د اقامت چانس نه لري بيرته و ايستل سي.

د تصويب سوي قانون له مخي به هغه بهرنيانو ته چي په آلمان کي د اقامت رسمي اجازه نه لري، خو د مختلفو دلايلو له مخي ئې په دغه هيواد کي پاتېدل «تحمل» سوي دي، کولای سي د اقامت رسمي اجازه تر لاسه کړي. خو په هغه صورت کي چي په کافي اندازه په آلماني ژبه وپوهيږي او د ژوندانه لګښتونه خپله پوره کړي.

په دغه قانون کي دا هم راغلي دي چي هغه بهرنيان چي په آلمان کي د اقامت هيڅ چانس و نه لري د بيرته ايستلو پروسه به ئې ګړندۍ سي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير په دې اند دئ چي هيواد ئې بايد د هغو کسانو ملاتړ وکړي چي مرستي ته اړتيا لري. هغه په دې اړه وويل: «د هغو کسانو چي دغو مرستو ته اړتيا لري او هغه چي نه ئې لري بايد توپير وسي.»

په آلمان کي د مهاجرو د اقامت په اړه غبرګونونه

د پناه غوښتونکو پلوي سازمانونه او د آلمان په پارلمان کي مخالف ګوندونه له دغه تصويب سوي قانون سره سخت مخالف دي. د آلمان په پارلمان کي د چپيانو د ګوند د جرګه ګۍ وياندي آغلي اولا يلپکه په دې اړه وويل چي پر درست او نا درست باندي د پناه غوښتونکو وېشل «شرمونکی او ډېر خطرناکه» کار دئ.

په آلمان کي د مهاجرو د اقامت له نوو قوانيونو سره په ځانګړې توګه د بيرته ايستلو په برخه کي مخالفتونه ليدل کیږي. د نوو تصويب سوو قوانينو له مخي د بهرنیانو اړوند ټولني کولای سي چي تر پخوا ژر هغه کسان چي په آلمان کي د پاتېدو چانس نه لري چټک بيرته وباسي.

په دې برخه کي به د آلمان دولتي سازمانونه حق ولري چي د يوه مهاجر د ايستلو د حکم تر صادرولو څلور ورځي تر هغه دمخه چي له آلمانه بايد بيرته و ايستل سي بندي سي. دغه کار به يوازي په هغه صورت کي کيږي چي د دولتي چارواکو د تشخيص له مخي د هغه د تيښتي اندېښنه موجوده وي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير په دې اړه وويل، که چيري دغه کس و نه نيول سي، اخراج سوی کس کولای سي دايمي په دغه هيواد کي پاته سي او د اقامت له اجازې پرته په آلمان کي د يوه کس پاتېدل به د آلمان د قانوني حکومت له پاره يوه مسخره وي.

اوس نو د دغو نوو قوانينو له مخي هغه نزدې ۱۲۵ زره پناه غوښتونکي چي په آلمان کي ئې له پناه غوښتلو سره مخالف سوی وو او د مختلفو دلايلو له مخي ئې پاتېدل دلته «تحمل» سوي ول د هوسايي سا وکاږي.

دغه کسان که له کلونو راهيسي په آلمان کي پاته سوي وي او آلماني ژبه ئې زده کړې وي او وکولای سي خپل د ژوندانه لګښتونه په خپله پوره کړي د اقامت اجازه به ورکړل سي.