1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د دوه گوني تابعيت پر سر توافق وسو

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ فروردین ۸, جمعه

په آلمان کي د دوه گوني تابعيت پر سره بحث پای ته ورسېد. په دغه هيواد کي خارجي ځوانان نور مجبوره نه دي چي د خپل پلرني وطن او آلمان د تابعيت تر منځ يو انتخاب کړي، بلکي کولای سي دوه پاسپورته ولري.

https://p.dw.com/p/1BXmL
انځور: picture-alliance/dpa

په آلمان کي د دوه گوني تابعيت پر سر بحث ډېر دوام وکړ. د دغه هيواد د ايتلافي حکومت په دننه کي تر بحث وروسته، د سوسيال ديموکرات او مسيحي ديموکرات گوندونو مسئولانو په کورنيو چارو وزارت کي يو لړ اسانتياوي رامنځ ته کړې.

په دې اساس سره به نو اوس هغه ځوانان مجبوره نه وي چي تر ۲۱ کلنۍ پوري يې ۸ کاله په آلمان کي ژوند کړی وي يا شپږ کاله په دغه هيواد کي ښوونځی ته تللي وي په دوو تابعيتونو کي يو انتخاب کړي.

تر اوسه پوري قانون داسي وو چي په آلمان کي د يوه خارجي کوچني تر ږېږېدو وروسته هغه اجازه لرله چي تر ۲۳ کلنۍ پوري د خپل پلرني هيواد او آلمانی پاسپورت دواړه ولري او تر هغه وروسته يې بايد پريکړه کړې وای چي په دواړو کي يو انتخاب کړي. يعني يو تابعيت ولري. دغه اصل تر ډيره پوري ترکي الاصله آلمانانو ته متوجه دی.

د آلمان د سوسيال ديموکرات (اس پي دي)، مسيحي ديموکرات (سي دي يو) او د بايرن ايالت مسيحي سوسيال اتحاد (سي اس يو) گوندونو توافق کړی دی، په هغه صورت کي چي په آلمان کي د کډوالو په کورنیو کي کوچنيان وزيږي او را لوی سي د هغوی له پاره باید د يوه تابعيت د انتخاب مکلفيت لغو سي. دا په دې معني چي هغوی کولای سي د اوږده وخت له پاره دوه تابعيته ولري.

د سوسيال ديموکراتانو فشار

د آلمان د سوسيال ديموکرات گوند غړی او د عدليې وزير هايکو ماس دغه پريکړه د مدرنه وگړيزو حقوقو پر لور يو اساسي گام بللی. د هغه په خبره په دې ترتيب سره نو د بوروکراتيکو خنډونو مخنيوی کيږي. هغه ويلي دي پر دې سربيره دا يوه لويه بريا ده چي سوسيال ديموکراتان وتوانیدل چی مسيحي دیموکراتان د دغه کار و قبلولو ته واداره کړه.

د مسيحي ديموکرات گوند غړی او د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير چي اساساً غواړي په دې اړه ستر خنډونه وضع کړي، نوی توافق يې «ښه او عملي مسوده» ياده کړې ده.

خو د آلمان په پارلمان کي د اپوزيسيون گوندونو استازو يعني د کيڼ اړخي او زرغون گوند استازو د قانون پر دغي مسودې باندي نيوکي کړي دي او هغه يې «مايوسه کوونکې» بللې ده. د هغوی په خبره د قانون دغه مسوده آلمان ته د کډوالو قبلونکي هيواد په توگه تاوان رسوي.

د اسنادو وړاندي کول

د آلمان حکومت د توافق له مخي، په دغه هيواد کي د کډوالو کورنيو کوچنيان کولای سي چي تر ۲۱ کلنۍ دمخه د دوه گوني تابعيت غوښتنه وړاندي کړي. هغوی د آلماني تابعيت د ترلاسه کولو له پاره بايد دا ثابته کړي چي اته کاله يې په دغه هيواد کي ژوند کړی دی او يا شپږ کاله په دغه هيواد کي ښوونځي ته تللي دي. دغه راز د مکتب د فراغت او يا حرفه يي زده کړي سند وړاندي کول هم کفايت کوي.

که دغه تنکي ځوانان پخپله دغه کار ونه کړي، مسئولي ادارې په ۲۱ کلنۍ کي هغوی بررسي کوي چي آیا دغه کسان د دوه گوني تابعيت د ترلاسه کولو شرايط پوره کړي دي که نه. دغه ادارې بايد په لومړي سر کي د اوسېدونکو د ثبت له مرکز څخه معلومات تر لاسه کړي چي آيا دغه کس په آلمان کي اته کاله ژوند کړی دی که نه، که چيري جواب مثبت وو هغه کس ته نو بیا دوه گونی تابعيت ورکول کيږي.

په پلان کي ده چي د آلمان د کورنيو چارو وزارت د روان کال په اپريل مياشتي کي د قانون دغه مسوده کابينې ته وړاندي کړي. تر هغه وروسته بيا دغه قانون په پارلمان تر بحث لاندي نيول کيږي. د آلمان د کورنيو چارو وزارت په پام کي لري چي دغه قانون په روان کال کي نافذ سي.