1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د مهاجرو پر استوگنځايونو ۷۰۰ بريدونه شوي

۱۳۹۴ آبان ۲۷, چهارشنبه

آلمان په اروپا کې د مهاجرو په هکله نسبتاً نرم سیاست لري. سږکال په دغه هیواد کې د مهاجرو پر موقتي استوگنځایونو د بریدونو او نورو پيښو شمیر تر ۷۰۰ هم اوښتی دی.

https://p.dw.com/p/1H834
Deutschland Brandanschlag an Asylbewerberheim in Weissach
انځور: picture-alliance/dpa/SDMG/Friebe

اسوشیتډ پرس خبري آژنس د آلمان د پولیسو له خوا د ورکړل شوو ارقامو په حواله لیکلي دي چې د روان کال له پيل څخه د نوامبر میاشتي تر ۱۶ نیټې پوري د دا ډول پيښو شمیر ۷۱۵ ته رسیدلی دی. تیر کال د کډوالو پر وړاندي په مجموعي توگه ۱۹۹ بریدونه شوي ول.

د اروپا دغه اقتصادي هیواد ته د مهاجرو مخ پر ډیریدونکي بهیر ته په کتو سره په دغه هیواد کې د مهاجرو ضد احساسات هم ډیر شوي دي. د اټکلونو له مخې د روان کال تر پایه پوري به د سوریې، عراق، افغانستان، پاکستان او څو شمالي افریقایې هیوادونو څخه په آلمان کې د سیاسي پناه غوښتونکو شمیر نږدې یو میلیون ته ورسیږي.

د چارواکو په خبره له څېړنو څخه معلومه شوې ده چې د کډوالو پر کمپونو یا موقتي استوگنځایونو د ترسره شوو بریدونو له جملې څخه په ۶۴۰ قضیو کې د آلمان ښی اړخو افرادو یا ډلو لاس لاره، په داسې حال کې چې تر اوسه پوري د ۷۵ بریدونو اصلي هدف معلوم شوی نه دی.

د ۵۶ پيښو په ترڅ کې د کډوالو موقتي استوگنځایونه یا کمپونو ته اور اچول شوی او په اتو نورو پيښو کې د اورلگوني هڅه شوې ده.

د ۲۰۱۵م کال په جنورۍ میاشت کې د مهاجرو پر ضد په اوسط ډول په ورځ کې یو برید ترسره کیده، په داسې حال کې چې په نوامبر میاشت کې دغه اوسط په ورځ کې درو ته لوړ شوی دی. یا په بل عبارت د روان کال د پيل په پرتله د کال په وروستیو کې د مهاجرو ضد ترسره کیدونکو بریدونو شمیر دری برابره ډیر شوی دی.

د آلماني چارواکو په خبره ښي اړخي گوندونه په ټولنیزو شبکو کې د مهاجرو په هکله د کرکې او ویرې خپرولو هڅه کوي. د دغو چارواکو په خبره اکثره بریدونه په انټرنټ کې د خپریدونکو دا ډول کمپاینونو په پايله کې ترسره کیږي.

د آلمان امنیتي مسئولینو په دې اړه زیاته کړې ده چې په دا ډول پيښو کې د لاس درلودونکو کسانو دوه پر دریمه برخه له پخوا لا د آلماني پولیسو تر څار او نظر لاندي ول.