1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي سياسي زور آزمويني رواني دي

۱۳۹۰ بهمن ۳۰, یکشنبه

له هغه وروسته چي د جمعې په ورځ د آلمان ولسمشر کريستيان وولف استعفا وکړه، د دغه هيواد سياسي ګوندونو د يو بل تن د ټاکلو له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی دئ.

https://p.dw.com/p/145gP
انځور: Reuters

په لومړي سر کي د حکومت ايتلافي ګوندونه، مسيحي ديموکرات، سوسيال مسيحي او ليبرال ديموکرات چي د صدراعظمي انګېلا ميرکل تر مشري لاندي په حکومت کي ګډون لري د يکشنبې په ورځ د صدارت په ماڼي کي سره را ټول شول.

د ايتلافي حکومت استازو تر دې مخکي دوه واري اعلان وکړ چي دوی به له مخالفيو گوندونو سره په ګډه د يو نوي ولسمشر په لټه کي شي.

خو د سوسيال ديموکرات مشر، زيګما ګابريل خبرداری ورکړ چي واکمن ګوندونه يعني مسيحي ديموکرات، مسحيي سوسيال او ليبرال ګوندونه دي هڅه نه کوي چي اپوزيسيون ته يوازي يو څو نومونه وړاندي کړي چي « يا ئې ومني او يا ئې رد کړي.»

ګبرايل وويل: «په همدې وجه موږ خپله غوښتنه وړاندي کړې ده چي په دې هکله بايد د زړه له کومي آزادي خبري وشي تر څو موږ په ګډه وتوانيږو چي له ګوندي تړاونو څخه دباندي پر يوه کانديد باندي موافقه وکړو.»

د زرغون گوند او سوسيال ديموکرات گوندونو غوښتنه دا ده چي حکومت بايد داسي يو څوک ونه نوموي چي همدا اوس حکومتي يا دولتي دنده لري.

د اپوزيسيون دې غوښتني د ولسمشرۍ له پاره د يوه کانديد لټول ګران کړي دي. دوو احتمالي کانديدانو تر دې دمخه لا له دې څخه ډډه کړې ده چي ځانونه کانديد کړي: د آلمان د اساسي قانون د محکمې اوسنی رئيس، فوسکوله نه غواړي دغه مقام ته کانديد سي.

دغه راز د فدرالي شورا رئيس، نوربرت لمرت چي نوم ئې د احتمالي کانديدانو په جمله کي ياد شوی دئ، چمتو نه دئ چي دغه دنده په غاړه واخلي.

د حکومت دوو ايتلافي ګوندونو، مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال پر اپوزيسيون باندي تور لګوي چي هڅه کوي د شرطونو په وړاندي کولو سره د «روغي جوړي» خبري تاواني کړي.

په فدرالي شورا کي کي د دغو ګوندونو د پارلماني چارو رئيس، پيتر التماير وويل، حکومت هم په دې لټه کي دئ چي داسي يو څوک ونومول شي چي د سياسي ګوندونو له کړۍ څخه دباندي وي.

«دغه وړانديز د صدراعظمي انګېلا ميرکل هم خوښ شوی دئ. زما په انتخاباتي حوزه کي هم عامو وګړو له دي وړانديزڅخه هرکلی کړی دئ.خو سوسيال ديموکرات او زرغون گوند دي هڅه نه کوي چي په غير ضروري شرايطو ټاکلو سره خبري اتري تاواني کړي. موږ بايد په لومړي سر کي رغوونکي خبري اتري ولرو.»

سوسيال ديموکرات د پخوا په څېر د يوآخيم ګاوګ چي يو نيم کال مخکي هم د ولسمشرۍ له پاره نومولی وو، پلوي کوي. د آلمان ډيری خلک هم د ګاوک چي پخوا د ختيځ آلمان د استخباراتي شبکې، شتازي، د دوسيو د پرانيستلو او څېړلو د آرشيف د فدرال کمېسيون رئيس وو، پلوي کوي.

د قانون له مخي د ولسمشر تر ګوښه کيدلو دېرش ورځي وروسته بايد نوی جمهوررئيس وټاکل سي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل