1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي قبول سوي مهاجر څرنګه خپلي کورنۍ رابللای سي؟

۱۳۹۶ دی ۸, جمعه

ځيني مهاجر کولای سي چي د خپلي کورنۍ نژدې غړي آلمان ته راوغواړي. خو د آلمان اړونده قوانين ددغه کار د عملي کېدو له پاره ډېر محدوديتونه هم لري. داچي د کورنۍ کوم غړي آلمان ته راتلای سي؟ بشپړ معلومات يې دلته لوستلای سئ.

https://p.dw.com/p/2q6N3
Symbolbild Flüchtlinge Familiennachzug in Deutschland
انځور: picture-alliance/PIXSELL/D. Puklavec

څوک کولای سي چي آلمان ته خپله کورنۍ راولي؟

هغه مهاجر چي سياسي پناه يې منل سوې وي، او يا په بله اصطلاح د لومړۍ درجې قبولي يې اخيستې وي، هغوی بې له دې چي ثابته کړي چي کار او د خپل ژوند د ضرورياتو پوره کولو له پاره په آلمان کي آسانتياوي لري، کولای سي خپله کورنۍ راوغواړي.

هغه کسان چي د دويمي درجې قبولي يې تر لاسه کړې وي، د هغوی په مؤرد کي موضوع بل ډول ده. د دويمي درجې قبولي هغو پناه غوښتونکو ته ورکوله کيږي چي په هکله يې فکر کيږي چي که خپل هيواد ته بېرته ولاړ سي نو ورته د جدي ګواښ پېښېدو امکان سته او په خپل هيواد کي له ګواښ څخه د ساتنې له پاره خونديتوب ته لاس رسی نه لري او يا د ګواښ له کبله په خپل هيواد کي د محافظت غوښتنه نه سي کولای. دا ډول يو ګواښ له دولتي اړخونو يا غېر دولتي اړخونو څخه وجود درلودلای سي. له دې کبله و خپلو هيوادونو ته د دغو کسانو پر اخراج ممانعت وي.

د دويمي درجې پناه تر لاسه کوونکي هغه پناه غوښتونکي دي چي د ۲۰۱۶م کال د مارچ مياشتي تر ۱۷مې نېټي وروسته يې په آلمان کي د پناه غوښتنه کړې وي، د هغوی له پاره د کورنيو په رابللو کي دوه کاله محدوديت دی. په دغو دوو کلونو کي د هغوی کورنۍ نه سي کولای چي آلمان ته راسي. د اوسني قواعدو له مخي دغه ډول کورنۍ به د ۲۰۱۸م کال د مارچ مياشتي تر۱۶مې نېټي وروسته وکولای سي چي آلمان ته راسي. خو په ځانګړو سختو حالاتو او د بشري لاملونو له کبله بيا هم د کورنيو راتګ ممکن دی. تر کوم وخته پوري چي لا د پناه غوښتنې پروسه په بشپړه توګه پای ته نه وي رسېدلې، د دويمي درجې پناه ترلاسه کوونکي نه سي کولای خپلي کورنۍ راوغواړي. دلته هم د سختو بشري لاملونو په ترڅ کي استثناوي ممکن دي.

د کورنۍ کوم غړي رابلل کېدلای سي؟

د کورنۍ څخه مقصد هغه تر ټولو نژدې کسان، لکه مېړه، ماينه، تر اتلس کلنۍ کښته ماشومان دي چي رابلل کېدلای سي. هغه کوچنی چي سن يې اتلس کلنۍ ته نه وي رسېدلی هم د خپل مور او پلار د رابللو حق لري. په ځينو استثنايي حالاتو کي د کورنۍ نور غړي هم رابلل کيدلای سي. خو دغه ډول استثناوي ډيري کمي دي او په ډيرو لږو مواردو کي منل کيږي. عموما د پناه غوښتونکي مېړه يا ماينه او ماشومان وي چي ورته رابلل کيږي. خو خپلوان، لکه اکاګان، ماماګان، عمه ګانې، خاله ګانې، ورور يا خور او د تره لور يا د تره زوی نه سي رابلل کيدلای.

د کورنۍ د نورو غړو په هکله څه قواعد سته؟

هغوی د ډيرو محدودو امکاناتو په ترڅ کي د دې غوښتنه کولای سي چي آلمان ته راسي او له خپلو قبول سوو خپلوانو سره يوځای سي. دغه موضوع د آلمان د اقامې د قانون د۳۶مادې په ۲ فقره کي تشريح سوې ده. د دغه مادې له مخي آلمان ته د راتګ امکان يوازي په هغه صورت کي برابرېدلای سي چي په آلمان کي د خپلو خپلوانو سره نه يوځای کېدل د اړونده کس له پاره يوه لويه او غېر عادي سختي رامنځ ته کوي. پر هغه سربيره به اړوند کس يو بل شرط هم پوره کوي، چي هغه په آلمان کي بې له دولتي مرستو د هغوی د مصارفو پوره کېدل دي او تضمين دی. د دې تر څنګ دغه کس بايد اړينه او کافي روغتيايي بيمه هم ولري.

له «غير عادي سختۍ» څخه کوم موارد مقصد دي؟

د آلمان چارواکي د «غير عادي سختۍ» فقره ډېره سخته تعبيروي. د بېلګي په توګه د کورنۍ جګړې په ترڅ کي شړل کېدنه او تېښته د «غير عادي سختۍ» په چوکاټ کي نه راوستل کيږي، ولي چي زیات شمېر انسانان له دغه شان يوه حالت سره مخامخ وي. د «غير عادي سختۍ» حالت يوازي په هغه صورت کي منل کيږي چي فردي دلايل ولري او عمومي ستونزه نه وي. د بېلګي په توګه که يو څوک مراقبت او پالنې ته اړ وي او يوازي په آلمان کي اوسېدونکي خپلوان يې دغه پالنه په اړينه توګه کولای سي، نو بيا دغه د «غير عادي سختۍ» حالت تثبيتېدلای سي. خو اقتصادي بې وزلي ته په آلمان کي د «غيرعادي سختۍ» په توګه نه کتل کيږي.

ايا د قبول سوي پناه غوښتونکي د کورنۍ غړي بايد ځانګړي شرايط پوره کړي؟

د عمومي کورنۍ يوځای کېدنې په پرتله د مهاجرو کورنۍ مجبوره نه دي چي آلمان ته تر راتګ دمخه آلماني ژبه زده کړي. خو هغه مېړه يا ماينه چي سن يې تر ۱۸ کالو کم وي تر هغه وخت پوري په آلمان کي د خپل ژوند د شريک سره د يوځای کېدلو له پاره نه سي راتللای تر څو چي قانوني سن يعني ۱۸ کالو ته نه وي رسيدلي.

د حفاظت حق لرونکي بايد څه وکړي چي آلمان ته راتګ غوښتنه يې ومنله سي؟

له هغه وروسته چي يو پناه غوښتونکی په آلمان کي قبول سي، کورنۍ يې بايد په درو مياشتو کي په هغه هيواد کي چي پکښي ژوند کوي د آلمان قونسلګرۍ يا اړوند دفتر ته مراجعه وکړي. هغوی بايد هلته آلمان ته د راتګ غوښتنليک وړاندي کړي. که هغوی د درو مياشتو په موده کي غوښتنليک وړاندي نه کړي، نو وروسته بيا آلمان ته د راتګ مستحق نه وي. خو په دغه شان مواردو کي په يوه بهرني هيواد کي د آلمان اړونده دفتر پخپله هم تصميم نيولای سي.

د کورنۍ هر غړی به د آلمان د ويزې له پاره جلا جلا غوښتنليک وړاندي کوي. يعني ټوله کورنۍ نه سي کولای چي د يوه غوښتنليک له لاري د ټولو له پاره ويزه وغواړي. د غوښتنليک د جمع کولو له پاره يو شمېر اسنادو ته اړتيا وي لکه، تذکره، رسمي نکاح خط، پاسپورت او د نفوس او کورنيو د ثبت له دفتر څخه سند او داسي نور.

آلمان ته د راتگ اجازه څومره وخت نيسي؟

دا چي د غوښتنليک تر وړاندي کولو وروسته آلمان ته د راتگ له پاره بايد څومره وخت انتظار وسي، زيات توپيرونه پکښې سته. په لومړي سر کي بايد د کورنۍ غړي هر يو جلا جلا په خپل هيواد کي د آلمان په قونسلګرۍ يا سفارت کي د ويزې له پاره درخواست ورکړي. خو دغه کار هميشه آسانه نه وي. د بېلګي په توګه په سوريه کي د آلمان سفارت فعاليت نه لري او د سوريايي مهاجرو کورنۍ مجبوره دي چي په نورو هيوادونو، لکه اُردن، عراق، لبنان او يا ترکيه کي د آلمان سفارتونو او قونسلګريو ته ورسي. په خپله د ويزې د عارضې د ورکړي له پاره د ټولو اړينو اسنادو برابرول ځيني وختونه خپل وخت په بر کي نيسي. تر هغه وروسته چي غوښتنليک ورکړل سي نو بيا د ويزې د ترلاسه کولو له پاره بايد له اړونده دفتر سره د حاضرۍ وخت وټاکل سي.

کله چي غوښتنليک وړاندي سي نو ښايي زيات وخت ونيسي تر څو اړونده کس بيا دغه دفتر ته ور وبلل سي. د ۲۰۱۶م کال په پای کي په لبنان او ترکيه کي د آلمان سفارتونو تقريبا د دغه کار له پاره ۶ مياشتي وخت ته اړتيا لرله. دمګړی ښايي دا ډول يوه پروسه تر ۲۴ مياشتو يعني دوو کلونو پوري وخت په بر کي ونيسي که څه چي آلماني سفارتونو د خپلو کارګرو شمېر زيات کړی دی.

کريستين کنايپ/ا.ا

زموږ له ارشيف څخه: