1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په آلمان کي له بهرنیانو سره تبعیضي چلن کیږي»

۱۳۹۸ آبان ۱۶, پنجشنبه

د مهاجرت د چارو په خټه ایرانۍ، آلمانۍ کارپوهې نایکا فروتن، ویلي دي چي په آلمان کي په تيره بيا له مسلمانانو سره تبعيضي چلن کيږي. د هغې په خبره د ښوونځیو او شرکتونو په څیر ځایونو کې دغه ډول ستونزې موجودې دي.

https://p.dw.com/p/3Se3D
Arbeitsvermittlung für Flüchtlinge / Migration Integration Symbolbild
انځور: picture-alliance/dpa/B. Wüstneck

نایکا فروتن په فرانکفورت کي وويل »که څه هم ډيری کسان ښايي داسي احساس ولري چي د بهرنیو پر وړاندې ځغم او پرانيستې مفکوره لري، خو په ښوونځیو او شرکتونو کي بيا په حقيقت کي هرڅه بل ډول دي».

د (Bembel und Baklava) تر شعار لاندي د هيسن ايالت د ټولنيزو چارو د وزارت په بلنه کارپوهان، سياستوال او روزونکي راغوښتل سوي ول. د برلين له هومبولډ پوهنتون څخه د مدغم کيدو، ټولنيزو او سياسي چارو پروفيسرانو په حواله د پلټنو له مخي په خټه ترکي زده کوونکي د خپلو نورو هم ټولگيوالو په پرتله په عين لياقت سره بل ډول نومرې تر لاسه کوي.

همدارنگه د کار په بازار کي تجربو ښوولې ده چي هغه ښځي چي نومونه يي خارجي وي او يا هم پوړني پر سر کوي د يوه کار د ترلاسه کولو په خاطر مرکې ته ډيري لږي دعوتيږي.

د دغې کارپوهې په حواله دا د سياستوالو دنده ده چي مدغم کيدل يوازي پر خارجيانو باندي محدود نه کړي. فروتن له دولت څخه غواړي چي د ټولو له پاره مساوي چانس ورکول خپل هدف وگرځوي.