1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي له دوو تنو سلفيانو سره مرکه

نسيم صابر (Naomi Conrad)۱۳۹۱ دی ۲۵, دوشنبه

د آلمان د اساسي قانون د څارني اداره په دغه هيواد کي د سلفيانو له ډلي څخه چي د افراطي کيدېو په حال کي دي خبرداری ورکوي. د راين لند سیمه په تيره بيا د بون ښار د هغوی يو مرکز بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/17JgI
Baden-Wuerttemberg/ Ein Mitglied (l.) einer salafistischen Gemeinschaft verteilt am Samstag (14.04.12) in Goeppingen kostenlose Exemplare des Korans. Anhaenger der radikal-islamischen Stroemung des Salafismus verteilten am Wochenende bundesweit kostenlos Korane. Auf ihrer Internetseite kuendigten sie fuer Samstag Staende in fast 40 deutschen Staedten an. Die Sicherheitsbehoerden des Bundes wollen gegen die umstrittene Aktion nicht unmittelbar vorgehen. Das blosse Verteilen sei von der Religionsfreiheit gedeckt, sagte ein Sprecher des Bundesinnenministeriums. Das Bundesamt fuer Verfassungsschutz bezeichnete die Aktion als Propagandatrick. Islamismus-Experten mahnten zur Gelassenheit. (zu dapd-Text) Foto: Daniel Kopatsch/dapd
Salafisten in Deutschland Islam Koran Verteilungانځور: dapd

د بون د تېلو په يو ټانک کې داسي ځوانان ناست دی چې د سپورټ پراخي جامې يې اغوستې دي. باران هم اوري: دا له سلفي مبلغينو سره د مرکې له پاره ټاکل شوی ځای دی. د مازديګر د پنځو بجو په شاوخوا کې يو سړی راڅرګنديږي او ما ته هر کلی وايي. دغه سړی موسکيږي او وايي: «هو موږ افراطي يو. په افراطي ډول پر سم وخت تشريف راوړو.» د ده موسکا په خندا اوړي. دغه سړی لاس نه راکوي او وايي چې «له دې سره بايد تفاهم ولرئ».

دا په داسې حال کې ده چې په غربي هېوادو کې چا ته لاس نه ورکول يو سپکوونکی عمل ګڼل کيږي، خو له قران شريف څخه د يو مقيد تعبير له مخې دی اجازه نه لري چې يوې ښځي ته لاس ورکړي.

دغه سړی راته وايي چې دی غواړي له مبلغ (تبليغي) سره د تر سره کېدونکې مرکې فلم واخلي او وايي: «دا هم تاسو ته اطمينان يا ډاډ دربخښي او هم موږ ته. خو ته شايد ونه غواړې چې په فلم کې راشې، که څنګه؟»

هغه دواړه تنه مبلغين چې بايد په فلم کې راشي البته، د تېلو د دغه ټانک مقابل طرف ته په يوه وړه کافي (قهوه خانه) کې ناست دي. موږ د هغوی خوا ته حرکت وکړ. له يو لوډ سپيکر څخه ترکي موزيک اورېدل کيږي. مشر سړی، ابراهيم ابو ناګي نوميږي او قهوه په کاچوغه لړي. کشر سړی چې ابو دوجانه نوميږي، له خپل آي فون موبايل سره مشغول دی او لوبې کوي. هغوی په ورين تندي ستړې مشي راسره کوي او بيا پېش خدمتې ته غږ کوي: «خورې، يوه بله قهوه هم لطفا راوړه.»

ابو دوجانه
ابو دوجانهانځور: privat

پر «پخواني او اصلي» اسلام باندي بيا تمرکز

دغه دواړه نفره «سلفي مبلغين او خطرناکه دي» دغه خبره ما ته د نورد راين وېستفالن آيالت د اساسي قانون د څارني د ادارې يوې وياندې له هغوی سره تر ليدني کتني مخکې کړې وه. د اوسنابروک پوهنتون يوه کارپوه بيا دغه خبره بېرته نرمه کړې وه: افراطي بنسټپال هو، خو خطرناک؟ «شايد داسې نه وي.» دغه خبره الکهام سوخني کوي چې د اوسنابروک د اسلامي الهياتو په انستيتوت کې پر خپله دوکتورا باندي کار کوي.

سلفيزم د هغه په اند يو ډېر محافظه کاره غورځنګ دی چې د اسلام اوايلو ته بيا ډېره پاملرنه کوي. دا هغه وخت دی چې د اسلام پيغمبر محمد (ص) او نور شخصيتونه ژوندي ول. سوخني زياتوي چې «ترهغه وخت وروسته منځته راغلي نور حقوقي حکمونه او تعبيرونه هغوی نه مني».

د بون مبلغ ابراهيم ابو ناګي دغه لاره «اصلي اسلام» بولي او ځان ته يوازي د مسلمان خطاب کوي. دی نه غواړي سلفي وبلل شي، ځکه چې دا د هغه په خبره داسي يوه اصطلاح ده چې رسنۍ او سياسي کړۍ يې په مسلمانانو کې د درز راوستلو په موخه استعمالوي. دوهم مبلغ، ابو دوجانه د رسنيو او سياسي کړيو له خوا د يوې «پلان شوي راپاروني» خبره کوي. ابو ناګي موسکيږي او زياتوي چې «صيحونيستي مشاورينو» حکومت ته دغه مشوره ورکړې ده.

دی پخپله په ۱۸ کلنۍ کې له غزې څخه آلمان ته راغلی دی. دی وايي چې په غزه کې به يې تل د آلمان خوبونه ليدل، هم يې د آلمان تخنيک خوښېدی او هم ديسيپلين.

په دې ترڅ کې ابو دوجانه وايي «اوس به د شريعت په هکله پوښتنه کوﺉ.» دی په خپله اوږده توره ږيره کې لاس وهي. د کيوبا جنګيالي هم داسې ږيري لري. دغه سړی په فصيح ډول خبري کوي، دی پر دې ټينګار کوي چې محصل دی او خپلي لوړې زده کړې مخته وړي.

دی زياتوي چې ښه به دا وای که په آلمان کې شريعت نافذ شي، خو دغه کار امکان نه لري. نوموړی زياتوي چې په شريعت کې سمدلاسه له سړي څخه لاس نه پرې کيږي، بلکي ډېر مقررات پکښې شته او شريعي فتوی پکښې هم صادريږي.

په بون کي د سلفيانو او پوليسو ترمنځ اخ و ډب
په بون کي د سلفيانو او پوليسو ترمنځ اخ و ډبانځور: picture-alliance/dpa

«موږ ورته د اندېښنې په سترګه ګورو»

د اساسي قانون د څارني د ادارې د اوسنيو اټکلونو له مخي په آلمان کي تقريباً۳۸۰۰ سلفيان ژوند کوي چې۱۰۰۰ تنه يې د راينلنډ سيمې اوسېدونکي دي او شمېر يې ورځ تر بلې ډېريږي. يوازې يوه وړه برخه يې د تاوتريخوالي پلوي کوي، مګر له سياسي سلفيزم څخه تر جهادي او تشدد خوښوونکې بڼي پوري ډېره فاصله نه شته. په نوردراين وېستفالن آیالت کې د اساسي قانون څارونکي ځکه وايي چې «موږ ورته د اندېښنې په سترګه ګورو.»