1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

«په آلمان کي مسلمانان هم له مهاجرو ويره لري»

۱۳۹۵ آذر ۱, دوشنبه

په آلمان کې زیاتره مسلمانان د مهاجرو په راتګ د ویرې احساس کوي. دوی وايي چې په تازه راغلو مهاجرو کې زیاتره یې افراطيان دي چې په دې هیواد کې بریدونه ترسره کولای شي، او په دې سره ټول مسلمانان بیا له کرکې سره مخامخ کیږي.

https://p.dw.com/p/2T026
Deutschland Muslime
انځور: picture-alliance/dpa/R. Schlesinger

حسین حمدان، چې د آلمان په شتوتګارت ښار کې د اسلامي چارو سلاکار دی وايي چي په آلمان کې زیاتره مسلمانان په دې هیواد کې د زیاتو مهاجرو له راتګ سره اندیښمن او ویره لري. هغه وايي: «فکر وکړی چې د کمنیتڅ ښار برید کوونکی څو میاشتي د لمانځه له پاره یو مسجد ته تلی او وروسته يې بیا غوښتل يو بريد وکړي. دغه راز کسان د ټولو مسلمانانو له پاره خطر دی او په دې کار سره ټولو مسلمانانو ته په یوه سترګه کتل کیږي.»

حمدان چې د شتوتګارت په دیوسیز روتبرګ اکادمۍ کې د اسلامي چارو کار پوه دی په دې هکله زیاتوي: «په آلمان کې دغه کارونه د مسلمانانو له پاره ډیر د تشویش وړ خبره ده. دوی احساس کوي چې دوی خپل ځانونه باید توجیه کړي او دوی د ډیر فشار احساس کوي.»

په دې هیواد کې زیاتره مسلمانان نیوکه کوي چې په اصطلاح له ټولو اسلامي بنسټپالو سره یو ځای دوی ته هم په یوه سترګه کتل کیږي. زیاتره مسلمانان دغه کار په خپل مخ یوه کلکه څپیړه ګڼي. حمدان زیاتوي چې «د تیرو کلونو ښې تجربې باید له یاده ونه باسو.»

حمدان د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د اسلامي چارو د سلاکار دندې څه دي، وايي: «که چیري یوه ښاروالي د مسجدونو درې اتحاديې ولري، نو له هغه څخه مشوره اخیستل کیږي چې څرنگه کولای سي دغه اتحاديې سره همږي کړي.»

هغه په دې هکله زیاتوي: «که چیرته یوه ښاروالي غواړي د مسلمانانو له پاره هدیره جوړه کړي، نو په دې هکله هم له هغه څخه نظر غوښتل کیږي.» حمدان همدا راز زیاتوي دوی په هغو حالاتو کې چې د ځوانانو یوه ډله د یو ځانګړې اسلامي موضوع یا کار په هکله معلومات وغواړي، نو دوی بیا په دې هکله له هغوی سره مرسته کوي.

اړوند مطالب: