1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي مهاجرو ته د لامبو قواعد ښوول کيږي

۱۳۹۵ فروردین ۱۰, سه‌شنبه

تېرکال کي په آلمان کي ۲۷ پناه غوښتونکي له دې کبله په اوبو کې ډوب شوي دي چې لامبو یې زده نه وه. اوس ډیر سازمانونه کډوالو ته د لامبو کورسونه برابروي. په دې کورسونو کې مهاجر یوازي دا زده کوي چې څرنکه د اوبو پر سر پاتې شي.

https://p.dw.com/p/1ILKo
مهاجر د لامبو پرمهال
انځور: DW/Greta Hamann

د سره صليب کمېټې د آلمان د نارد راین ویستفالن ایالت په ویتن ښار، د مهاجرو له پاره خپل د لامبو زده کړې پروګرام د «لامبو په حوض کې قواعد» نومولی دی. په دې ښار کې د سره صلیب سازمان له ابو څخه د ژغورني برخي مشر بستیان وییزوخ، وايي: «موږ خپله دغه پروګرام نه شو کولای چې یوازي د لامبو د کورس په نوم یاد کړو. موږ همداراز کولای شو مهاجرو ته زده کړو چې په آلمان کې د لامبو حوضونه کوم قواعد لري او کوم موضوعات باید په پام کې ونیول شي.»

وییزوخ په داسې حال کې چې پخپله هم له مهاجرو سره د لامبو په حوضو کې دی د خپل کورس په اړه معلومات ورکوي. د هغه شا ته یو سوریایي هلک د لامبو له ځانګړو بوټانو سره په اوبو کې کښته پورته ځي. نور پناه غوښتونکې بیا خپل وار ته په تمه دي چې له پنځه مترۍ ارتفاع څخه ځان اوبو ته وغورځوي.

دغه مهاجر باید د لامبو قوانین هم زده کړي. له همدې کبله هغوی هره ورځ په اخباري تیوري درسونو کې هم ګډون کوي. په دغو کورسونو کې د سره صلیب رضا کاره کارکوونکي مهاجرو ته زده کوي چې د آلمان په ځینو سیندونو کې چې لوړي څپې لري څرنګه لامبو ووهي. خو یوه مهمه موضوع دا هم ده چې مهاجر باید په حوضونو کې څرنګه د ښځو په ګډون د نورو درناوی وکړي.

عراقی ۱۷ کلن مهاجر محمد، وایي دا چې په آلمان کې ښځې او نارینه سره یو ځای په یوه حوض کې لامبو وهي، د ده له پاره ډیر عجیبه خبره ده. هغه وایي: «په عراق کې ښځي یوازي د یکشنبې په ورځ د لامبو وهلو اجازه لري.»

مهاجرو ته د لامبو قواعد ښوول
مهاجرو ته د لامبو قواعد ښوولانځور: DW/Greta Hamann

د سره صلیب سیمه ایزه چارواکې تانیا کنوپ، وایي چې دغه کورسونه د کډوالو له ادغام سره ډیره مرسته کولای شي. د لامبو کورس په ویتن ښار کې له هغو ډیرو خدمتونو څخه یو دی، چې د سره صلیب کمېټه یې کډوالو ته وړاندي کوي. میرمن کنوپ وایي چې لامبو د مهاجرو په منځ کې ډیر مینه وال لري او دا چې ټول کورسونه یې ډک دي.

څه نا څه ۸۰ سلنه ډوب شوي کډوال نارینه ول

د سره صلیب د اټکل له مخې تیر کال په اوبو کې د ډوب شوو مهاجرو ۷۷ سلنه نارینه ول. په ۲۰۱۵م کال کې په وین ښار کې یو عراقی پناه غوښتونکی ځوان په اوبو کې ډوب شو. د سره صليب چارواکي وايي چې تر دې پیښې وروسته د لامبو د کورس انګیزه رامنځ ته شوه.

د آلمان په بایرن ایالت کې هم تیر کال څو تنه مهاجر ډوب شول. چارواکي وای چې په کولن ښار کې هم باید ډیر وخت مهاجر له اوبو وژغورل شي.