1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په آلمان کي هر دوهم مهاجر تر رواني فشار لاندي دی

۱۳۹۸ شهریور ۲۷, چهارشنبه

په آلمان کي د لايپڅيگ پوهنتون د يوې پلټنې نتيجه ښيي چي په دغه هيواد کي نيمايي مهاجر په ښکاره ډول له رواني فشار سره مخامخ دي. د پلټني ليکوونکي له همدې امله د هغوی د لا ښې درملني او ملاتړ غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/3PmSk
Deutschland Frauenhaus
انځور: picture-alliance/dpa/P. Steffen

دغه پلټنه د ۲۰۱۷م کال کال له می مياشتي څخه د ۲۰۱۸م کال تر جون مياشتي پوري په لايپڅيگ کي د مهاجرو په لومړنيو کمپونو کي ترسره سوې ده.

ويل کيږي چي په هغې کي له ۳۰ بيلابيلو هيوادونو څخه راغلي ۵۶۹ بالغ مهاجر پوښتل سوي دي. د پوښتل سوو کسانو يو پر دريمه برخه له سخت رواني فشار سره مخامخه ده.

ځينو يي له جسمي ستونزو، لکه زړه له ټکانونو او بيري له حالت څخه شکايت کاوه. په دغو کسانو کي د ديپريشن او نورو ناروغيو نخښې هم ليدل سوي دي.

د نوموړې پلټني مشر وايي چي دغه ډول نخښي نښانې په حقيقت کي د تعجب وړ هم نه دي. د نوموړي پوهنتون د رواني او ټولنيزي څانگي مشره، هايدي گليسمير وايي چي، دغو مهاجرو پر لارو باندي ډير سخت حالتونه تيرکړي او په خپلو ټاټوبو کي له زورزياتيو او جگړو سره مخامخ سوي او همدارنگه له خپلو کورنيو او خپلوانو څخه جلا سوي دي. له همدې کبله نوموړي کسان اوس په عادي ډول خپل ژوند پر مخ نه سي بيولای.

له بلي خوا د رپوټ ليکونکي سپارښتنه کوي مخکي له دې چي د نوو راغلو مهاجرو حالت لا پسې خراب سي، بايد مشورتي دفترونه ورته پرانيستل سي. دا ځکه چي هغوی تر هر څه د مخه رواني او ټولنيز ملاتړ ته اړتيا لري.