1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي يو افغان مهاجر وژل سوی

۱۳۹۴ آذر ۲۴, سه‌شنبه

د آلمان د راينلند فلس ايالت په هاسلوخ ښار کي د مهاجرو په يوه کمپ کي يو افغان مهاجر وژل سوی دئ. په آلمان کي د مهاجرو په کمپونو کي زوزياتی ورځ تر بلي ډېريږي. دوې ورځي دمخه د هامبورگ ښار په يوه کمپ کي هم جنگ سوی وو.

https://p.dw.com/p/1HNkz
انځور: picture-alliance/dpa/D. Reinhardt

د آلمان د راينلند فلس ايالت پوليسو ويلي دي چي دغه ۲۲ کلن افغان د دوشنبې ورځي (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۱۴مه) په ماښام په کمپ کي له يوه بل افغان سره د شخړي پر مهال وژل سوی دئ.

پوليسو ويلي دي چي د پيښي په تور ئې يو ۲۶ کلن افغان نيولی دئ. پوليسو ويلي دي چي د وژل سوي افغان طبي پلټني نن د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۱۵مه) کيږي.

دا چي د مهاجرو په کمپ کي دغو دوو افغانانو پر څه باندي شخړه سوې، تر اوسه پوري لا روښانه نه ده. پوښتل سوو کسانو ويلي دي چي د دغو دوو کسانو ترمنځ تيره شپه ناوخته شخړه رامنځ ته سوه.

په آلمان کي د مهاجرو په مرکزونو يا کمپونو کي زورزياتی کومه نوې خبره نه ده. آلمان ته په روان کال کي له بېلابېلو هيوادونو نژدې يو ميليون پناه غوښتونکي راغلي دي چي ډېری ئې د افغانستان، سوريې او عراق وگړي دي.

د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۱۳مه) په هامبورگ کي د مهاجرو په يوه کمپ کي د اخ و ډب پرمهال مهاجر او پوليس ټپيان سوي دي. د پوليسو د معلوماتو له مخي دغه شخړه د شنبې ورځي له شخړي سرچينه اخيستې.

د هغو معلوماتو له مخي چي پوليسو رسنيو ته ورکړي دي، د ايتريا يوه مهاجر د کمپ پر ستانوکي د حملې په سبب د مهاجرو يوه بل کمپ ته بايد انتقال سوی وای. د پوليسو په خبره د شنبې په ورځ د دغه مهاجرو وطنوالو د دغه کار په اعتراض کي د کمپ پر ساتونکو حمله کړې.

په دې ترڅ کي د سوريې مهاجر د کمپ د ساتونکو ملاتړ کړی چي په دې سره د پنځوسو مهاجرو ترمنځ اخ و ډب پېښ سوی دئ.