په آلمان کي يو بانک مهاجرو ته تر ۲۵ زره يورو پور ورکوي
۱۳۹۶ مهر ۲۴, دوشنبهپه آلمان کې میشت مهاجر کولای شي د دې پروګرام له لاري د کوچني کاروبار پيلولو په خاطر له «IBB یا برلين انویسټمنټ بینک» څخه تر ۲۵ زره يورو پوري پور ترلاسه کړي.
د ياد بانک له خوا د خپاره شوې مطبوعاتي اعلامیې پر بنسټ اوس په آلمان کې د موقتي پنا ترلاسه کوونکي مهاجر کولای شي چې د یوه کاروبار پيلولو له پاره له بانک څخه پور ترلاسه کړي.
د پور موده د مهاجر د اقامې پر بنسټ په پام کې نیول کیږي، خو د اوږدې مودې له پاره هم په دې پروګرام کې شرایط موجود دي.
په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي دي چې د نوموړي بانک له خوا به تر۲۵ زره يورو پوري «مائیکروکریدت» یا د محدودې مودې پور د ورکړې په اړه پریکړه «دغوښتنلیک تر وړاندې کیدو وروسته» هر څومره ژر چې ممکن وي وشي.
په اساسي ډول دغه پورونه د یوه نوي کاروبار پیلولو له پاره وي چې د شپږو کلونو په موده کې باید بیرته ادا شي، خو د مهاجرو له پاره د دې کریدت د بیرته ادا کولو وخت کم ټاکل شوی دی.
د نوموړي بانک د مشر داکتر یورګن آلرکامپ په خبره: «ډیر مهاجر له هغو هیوادونو څخه راځي چې خپل شخصي کاروبار ډیر ارزښت لري، او د لویدیځو صنعتي هیوادونو په پرتله یو څه توپير لري. له همدې امله ځيني مهاجر د کوچني کاروبار چلولو ځانګړی سبک لري».
آلرکامپ زیاتوي چې په آلمان کې د مائیکرو کریدت پروګرام له پیل سره هغه په آلماني ټولنه کې په ښه توګه د مهاجرو د مدغم کیدو سربیره د هغوی د اقتصادي خپلواکۍ په برخه کې یو مثبت کار دی.
د اقتصاد، انرژۍ او شرکتونو په برخه کې سناتور رامونا پاپ، په برلين کې د پانګونې بانګ د دغه وړاندنیز په هرکلي کولو سره ویلي دي چې دا د هغو مهاجرو له پاره ډیر ښه چانس دی چې کار کول غواړي او د تجارت او سوداګرې په برخه کې معلومات او تجربه لري.
د رامونا پاپ په خبره دا به د کښته صنعت په برخه کې د مهاجرو د ادغام او آزادۍ په برخه کې یو مهم ګام وي. سناتور هیله لري چې د دغه کریدت له پاره ټول غوښتنلیک وړاندي کوونکي د دې پروګرام له لارې نه یوازي د خپلو پروژو له پاره پیسې ترلاسه کولای شي، بلکې په برلين کې له خپل نوي شناخت سره خپل راتلونکی تضمینولای شي.
زموږ له ارشيف څخه: