1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي ټاکني څرنگه تر سره کيږي؟

سيد رياض (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۱۸, دوشنبه

په دې وروستيو کې یوه ځوانه نجلۍ چې د آلمان له پارلمان یا «بونډسټاګ» څخه يې لیدنه کوله د دغه نهاد له یوې مشرې څخه پوښتنه وکړه چې څرنګه څوک کولای شي، د پارلمان غړی شي؟

https://p.dw.com/p/19eOz
Eine Frau wirft am Sonntag (07.06.2009) in einem Wahllokal in Bad Iburg (Landkreis Osnabrück) ihren Stimmzettel in eine Wahlurne. Zur Europawahl sind 64,3 Millionen Bürger aufgerufen, darunter 2,1 Millionen Menschen aus anderen EU-Staaten und 4,6 Millionen Erstwähler. Sie entscheiden über die 99 deutschen Sitze im Europaparlament. Foto: Friso Gentsch dpa/lni +++(c) dpa - Report+++
Bundestagswahl Symbolbild Wahlurne Wahlzettelانځور: picture alliance / dpa

دغي مشرې ورته په ځواب کې وویل: «څوک چې د یوه ګوند غړیتوب و نه لري، له بده مرغه پارلمان ته د ورتګ ډیر کم چانس لري او په ډیر مشکل سره کولای شي چې د پارلمان د۶۰۰ تنو له جملې څخه وي.»

که یو څوک وغواړي چې د یوه ګوند له ملاتړ پرته د پارلمان غړی شي، باید ډیرې رایې په لاس راوړي. د آلمان په اساسي قانون کې راغلي دي: «سیاسي ګوندونه د تصمیم نیولو په بهیر کې مشارکت کوي.» په دې ترڅ کې د سیاسي چارو کارپوهان پر دې خبره اعتراف کوي چې سیاسي ګوندونه، نه یوازې اغیزمن دي، بلکې دا خبره هم مشخصوي چې څوک کولای شي په سیاست کې رغوونکی نقش ولري، او دا کار د آلمان د ټاکنو له سیستم یعنی د لومړۍ او دوهمې رای سره تړلی دی.

د رای ورکوونې مستحق کسان باید آلمانی تابعیت ولري او عمر یې باید اتلس کلونو ته رسیدلی وي. په آلمان کې د مستحقو رایې ورکوونکو شمیر ۶۱،۸ میلیونه دی او په دې جمله کې شاوخوا درې میلیونه کسان د لومړي ځل له پاره خپله رایې کاروي. دغه ارقام د د احصائیو له پاره د آلمان فدرالي ادارې ورکړي دي، چې په عین وخت کې یې مشرتابه په هیواد کې د پارلماني ټاکنو د تنظیمولو چارې پر مخ بیایي.

هغه سیاسي ګوندونه چې غواړي په ټاکنو کې گډون وکړي، باید د پارلماني ټاکنو تنظیموونکي ته ځانونه وروپیژني. سیاسي ټلوالي چې اساسي قانون مني، دیموکراسۍ او د هیواد قوانینو ته ژمن وي، کولای شي په ټاکنو کې فعاله ونډه ولري. پر دې اساس د ۲۰۱۳م کال د سپتمبر میاشتې د ۲۲مې نیټې په پارلماني ټاکنو کې ۳۴ سیاسي ګوندونه ګډون کوي. اوس د آلمان په پارلمان کي ۶ سیاسي ګوندونه لکه: مسیحي دیموکرات (CDU)، مسیحي سیوسیال دیموکرات (CSU)، سوسیال دیموکرات (SPD)، آزاد دیموکرات (FDP)، زرغون ګوند او کیڼ اړخی ګوندونه حضور لري.

له ۶۰ کلونو راهیسې د بریا ډک مقررات

د تیوري له مخې، ډیر واړه ګوندونه هم کولای شي پارلمان ته لار ومومي. خو له هغه ځایه چې په یوه دیموکراتیک نظام کې، قوانین د اکثریت له خوا تصویبیږي، ډیر کوچني ګوندونه اړ دي، چې په عین وخت کې اتحاد او ائتلاف جوړ کړي. د فدرالي آلمان بنسټ ایښودونکو د هغو بې نظمیو د انديښنې له کبله چې په ۱۹۲۰م کال کې رامنځ ته شوې وې وغوښتل چې د پارلمان په څلور کلني دورې سره د یوه باثباته حکومت رامنځ ته کول ډاډمن کړي. له دې امله دا خبره مشخصه شوه چې یوازې هغه ګوندونه کولای شي چې پارلمان ته خپل استازي واستوي چې لږ تر لږه پنځه سلنه رایې وګټي.

پر دې سربیره د ټاکنو قانون، له اکثریتي او تناسبي ترکیب څخه جوړ دی. مسئله یوازې د هغو بې نومه ګوندونو پر سره نه ده چې د خپل ګوند په داخل کې د بحثونو په ترڅ کې خپل کانديدان ټاکې، بلکي وګړي هم باید وکولای شي چې په مستقیمه توګه سیاستمدارن وټاکي. له یوې خاصې سیمې څخه ځینې کسانو په تکراري ډول دا خبره ښوولې ده چې هغوی څرنګه د وګړو د خوښي وړ سیاستوال په توګه فعالیت کوي. دغه کار رای ورکوونکي له سیاست سره نزدې کوي. له دې امله په آلمان کې ۲۹۹ ټاکنیزي حوزې موجودې دي چې د ګوندونو استازي په ټاکنو کې پکې ځانونه په مستقیمه توګه معرفي کوي. د اساسي قانون له مخې د آلمانانو له پاره د رایې ورکولو پاڼه دوه برخې لري: لومړنۍ رايه او دوهمه رايه. له ۶۰ کلونو راهیسې د ټاکنو په دغه سیستم کې ډیر کم بدلونونه رامنځ ته شوي دي.

د دوو رایو له پاره د رایې ورکونې پاڼه

په حقیقت کې هر آلمانی دوې رایې لري. د رایې ورکولو په پاڼه کې په «لومړنۍ رایې» سره د یوه ګوند سیاستوال ته رای ورکول کیږي، چې په دغه حوزه کې د غوره استازي په توګه پارلمان ته انتخابیږي. په دې ځای کې خبره په یوه مشخص کاندید باندي ده. له هرې ټاکنیزې حوزې یوازې هغه استازي پارلمان ته لار مومي چې تر ټولو ډیري رایې یې ګټلي وي. په دغه ځای کې د اکثرو رایو قاعده د اعتبار وړ ده.

«دوهمه رايه» په اصل کې مهمه ده. په دوهمي رایې سره یوه مشخص ګوند ته رای ورکول کیږي. هر ګوند چې ډیرې رایې وګټي، په هماغه اندازه یې په پارلمان کې استازیتوب پیاوړی وي. په دغه ځای کې رای ورکوونکی د ګوندونو تر منځ تناسب او رابطه ټاکي. ټول ګوندونه د تر لاسه شوو رایو ته په کتو سره سیالۍ ته ور داخلیږي. یوازې هغه ګوندونه کوم چانس نه لري، چې تر پنځه سلنه یې کمې رایې ګټلي وي.

د لومړيو او دوهمو رایو له پايلو څخه هغه کسان کانديديږي چي ډيري رايي يې گټلي وی هغوی پارلمان ته ځي. هغوی بيا وروسته لومړی وزير انتخابوي.

د آلمان پر ټاکنیز نظام باندې انتقادونه

له کلونو راهيسي د آلمان پر ټاکنیز نظام باندي نیوکې کیږي. د انتقاد کوونکي مهم دلیل دا دی: کله چې ګوندونه په خپله د خپلو استازو په اړه پریکړه کوي، په حقیقت کې دا نظام دیموکراتیک نه دی. ګوندونه دغه کار په ګوندي کنګرو کې تر سره کوي چې په دغه ځای کې د ګوند ټول غړي نه، بلکې د ټاکل شوو غړو یو هيئت د پارلمان له پاره د نوماندانو ليست ټاکي او درجه بندي کیږي هم. په هره اندازه چې یو څوک د ليست په لومړي سر کې ځای ولري، په هماغه اندازه پارلمان ته د ورتګ ډیر چانس لري.