1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي پر مسلمانانو او مسجدونو بریدونه

۱۳۹۶ اسفند ۱۲, شنبه

د نویه اوسنابروکر سایتونګ په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې د شنبې ورځې په یوه خپاره شوي رپوټ کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د شمیرو په حواله ویلي چې تیر کال په آلمان کې پر مسلمانانو او اسلامي بنسټونو لږ تر لږه ۹۵۰ بریدونه شوي.

https://p.dw.com/p/2tcnZ
Kopftuch Symbolbild
انځور: Imago/J. Jeske

د دې بریدونو په اړه د آلمان د کورنیو چارو د وزارت شمیرو ته په کتو سره په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۳۳ کسان ټپیان شوي. په رپوټ کې همدا راز زیاته شوي چې تقریباً ټول دغه بریدونه د ډیر ښي اړخو لخوا ترسره شوي دي. د کورنیو چارو وزارت له لوري دغه شمیرې  وروسته له هغې وړاندې کیږي چې کيڼ ګوند له حکومت څخه د دې شمیرو غوښتنه وکړه.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې همدا راز لیکلي چې د دې بریدونو له ډلې څخه په ۶۰ پیښو کې بریدونه شوي او یا هم جوماتونو او د مسلمانانو نورو بنسټونو ته زیان رسیدلی دی. په دې بریدونو کې [د مسلمانانو اړوند] ودانیو باندې د خوګ یا خنځیز وېني مښل هم شامل دي.

د آلمان حکومت د تیر کال له پیل راهیسې د مسلمانانو ضد د بریدونو د شمیرو په ټولولو پیل کړی نو له همدې کبله د ۲۰۱۶م کال په پرتله مقایسوي شمیر موجود نه دی.

د آلمان د فدرالي حکومت له لوري د دغه بریدونو په تړاو په راټولو شوو شمیرو کې د مسلمانانو ضد د نفرت پارونې، تهدیدي لیکونه، پر داسې میرمنونو بریدونه چې پړوني یا ټکري یې په سر کړي وي او همدا راز په جوماتونو او [د مسلمانانو] پر نورو ودانیو باندې د نازیانو اړوند رسامۍ شاملې دي.

په عین وخت کې په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شوری مشر ایمن مازیک یادې آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي چې هغه ډاډه دي چې په دې شمیرو کې ټول هغه جرمونه چې د مسلمانانو پر ضد ترسره شوي، نه دي ثبت او راټول شوي.

د نړۍ ستر مسجدونه په انځورونو کي، انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: