1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په آلمان کي پر يوې ۱۶ کلني نجلۍ مهاجرو جنسي تيری کړی»

۱۳۹۶ شهریور ۲۷, دوشنبه

د آلماني رسنیو په حواله پر یوې ۱۶ کلنې نجلې باندي د جنسي تیري په تور له درو شکمنو کسانو څخه دوه تنه یې تر نیول کیدو وروسته په تحقیقي بند کې اچول شوي دي. د پولیسو په حواله دغه دری واړه شکمن کسان افغان مهاجر دي.

https://p.dw.com/p/2kBS2
Nein heißt Nein Sexualstrafrecht
انځور: pictue-alliance/dpa/I.Kjer

د «شپيګل آنلاین» او «فوکوس آنلاین» آلماني رسنیو په حواله دوو تنو افغان مهاجرو د آلمان د مونشن ښار په (هوهن کیرشن-زیګرتسبرون) سړک کې پر یوې ۱۶ کلنې نجلې جنسي تیرې کړی دی. د پولیسو په حواله د دریم تن له خوا تر جنسي تیري مخکي دغه کسان هغه مهال ونیول شول چي يوه لاروي پوليسو ته خبر ورکړ.

قرباني چې د ښوونځي زده کونکې ده د ټپونو له امله تر درملنې لاندې ده. شکمن عاملين نیول شوي دي. د پولیسو په حواله دغه نجلي د جمعې په ماښام په لومړي سر کې د مهاجرت پسمنظر درلودونکو کسانو له یوې لوې ډلې سره روانه وه چې په پای کې له دریو تنو مهاجرو سره د سیمه ییز ریل سټیشن یا تم ځای په مسیر کې له تاوتریخوالي او جنسي تیري له پيښې سره مخامخه شوه.

د ابتدایې تحقیقاتو له مخې د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ له دریو شکمنو تورنو کسانو څخه دوو تنو یې په ډیر ظالمانه ډول پر دغې نجلې جنسي تیری کړی دی. د نوموړو رسنیو د معلوماتو له مخې درې واړه تورن کسان افغانان دي چې یو یې ۲۷ کلن، بل یې ۱۷ او دریم کس یې چې په ناببره توګه د یوه لاروي یا عیني شاهد د راتګ له امله ونه توانید ورته عمل ترسره کړي هم یو ۱۸کلن افغان مهاجر دی. دغه کسان بيا د پيښي له ځايه تښتېدلي دي.

دری واړه کسان د پولیسو له خوا د یوې سترې چاپې یا عملیاتو په ترڅ کې چې له هیلیکوپترو څخه هم په کې استفاده شوې وه، د پيښې ځای ته ډیر نږدې ونیول شول.

د پولیسو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له خوا ۱۷ کلن او ۲۷ کلن عاملين له یکشنبې ورځې راهیسې په تحقیقاتي بند کې دي. د دریم تن چې د جرم همکار دی هم د نیول کیدو امر شوی کوم چې تر اوسه پورې په تیښته کې دی.

دا لومړی وار نه دی چي په آلمان کي د مهاجرو له خوا دغه شان پيښي ثبتيږي. يوکال مخکي هم د آلمان په فرای بورگ ښار کي يوه افغان مهاجر پر يوې نجلۍ باندي جنسي تيری وکړ او تر تيري وروسته ئې هغه په اوبو کي بې هوښه غورځولې او هغه مړه سوه.

د دغه شکمن افغان محاکمه تيره اونۍ وه چي پر خپل جريم ئې اعتراف هم وکړ.

زموږ له ارشيف څخه: