1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي پوليس تر نورو ډير محبوبيت لري

شمس الرحمن ناصر (دويچه ويله)۱۳۹۱ بهمن ۲۴, سه‌شنبه

د يوې څېړني له مخي آلمانيان تر بل هر يوه بنسټ پر پوليسو باندي ډير اعتماد لري. د آلمانيانو خوښیږي چې پر پولیسو مسخرې وکړې.

https://p.dw.com/p/17cdC
انځور: picture-alliance/dpa

په سندرو کې مسخرې او ډیري سختي نیوکې چې د کلیوالي خلکو له خولې اوریدل کیږې د پولیسو ډیر خراب انځور وړاندي کوي.

د« مصرفي موادو د تحقیقاتي ټولني» د یوې څیړني پر اساس په آلمان کي د پوليسو رول وروسته له هغه لږ زيانمن سو چي د «شتوت گارت ۲۱» د اورگاډو د يو تمځای د جوړولو پر سر مظاهروکي له لاريون کوونکو سره په بد چلند تورن سول.

د هغو ارقامو پر بنسټ چې « په ۲۰۱۳ کال کې د نړیوال اعتماد په راپور» کې خپاره شوي دي، د آلمان هیڅ یوه اداره د پولیسو د بنسټ په شان محبوبیت نه لري. د هغو کسانو له ډلي څخه چې پوښتني ځني شوي دي ۸۱ فیصدو يې ویلي دي چې پر پولیسو اعتماد لري. بانکونه او بیمې د ۲۹ فیصده خلکو د اعتماد څخه برخمن دي.

د آلمانانو ځانکړۍ پدیده

دې پدیدې ته د یوې خاصې ځانکړیني له امله کولای شو آلماني ووایو. د «مصرفي موادو د تحقیقاتي ټولني» مشر ریموند ویلډنر له دويچه ويله سره په یوه ځانکړې مرکه کې وویل:

«په ټولو هیوادو کې د څېړني پایلي توپیر لري. په نړیواله کچه د الکترونیکي تفریحاتو څانګې په لومړي مقام کې ځای لری، خو په جرمني کې د لاسي حرفو خاوندان او پولیس دي چې د اکثریت د اعتماد وړ دي.»

په مجموع کي دغي ټولني د نړۍ په ۲۵هیوادونو کې د ۲۸ زرو تنو څخه نظر پوښتنه کړې. په پوښتنپاڼه کې د دولسو بنسټونو یا موسسو او همدارنګه د یولسو مختلفو څانګو په هکله پوښتنه شوې وه.

د آلمان د پولیسو د اتحاديي مشر برنهارد ویتهوت، د دې اعتماد اصلي دلیل د نورو هیوادونو په پرتله په جرمني کې د پولیسو له خوا د بډو نه اخستل بولي:

«زه په دې باور یم چې په ټوله کې د اروپا پولیس له ډیر ښه اعتبار څخه برخمن دي، خو طبعي ده چې په عین وخت کې د ختیځي اروپا په هیوادو کې پر پولیسو شک، او تورونه لګول کیږي. په دې ځای کې په فساد او رشوت تورن کیدل مهم رول لوبوي.»

په آلمان کې دا شعار چې وايي « پولیس ستا دوست او مرسته کوونکی» په پرله پسی ډول ډیر پلویان پیدا کوي. دا شعار په ۱۹۲۹میلادي کال کې د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر البرت کرتسینسکي د پولیسو په یو نمایش کې د شعار په حیث ویلي وو چې تر نن ورځې د آلمانيانو په خټه کې اښکل شوی پاته دی.