1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي کاتوليکي کليساو له مهاجرو سره ډيره مرسته کړي

۱۳۹۶ اسفند ۴, جمعه

په آلمان کي کاتوليکي کليساو تير کال له پناه غوښتونکو سره ډيره مرسته کړي. د کلیساو ټولنې د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۷م کال کې له مهاجرو سره ۱۴۷ ميلونه يورو مرسته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2tDeu
Deutschland Berlin Taufe Flüchtlinge aus Iran
انځور: Imago/epd

په آلمان کې کاتوليکي کليسا د معلوماتو له مخې دوی تيرکال د پناه غوښتونکو له پاره تر ۱۴۷ ميلونه يورو پوري لګولي دي. دا د ۲۰۱۶م کال په پرتله شل ميليونه يورو زیاتې دي او په ۲۰۱۵م کال د پناه غوښتونکو د بحران له پيل څخه ۳۵ ميليونه زياتوالی ښيې.

دغه څرګندونې په اینګولشتاد کې د پنجشنبې په ورځ د کليسا اوسقف په پسرلني کنفرانس کي کړي. د شويو مرستو شمير له پناه غوښتونکو سره د کلیساو د ۲۷ مرسته رسوونکو ګروپونو له خوا څرګند شوی چې فوق العاده دي او د نورو کلیساوو او مذهبې ټولنو له خوا شوي مرستې نه دې ثبت شوي.

په تيرو کلونو کې په آلمان کې د دغه ملاتړ له پاره ټولې مرسته شوې پيسې ۶۹ اشیاره څلور ميليونه يورو وي چې اوه اويا اشیاره شپږ ميليونه يورو بيا په بهر کې له بحراني سیمو سره مرسته شوي.

د کليٍسا د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۷م کال کې په لومړي ځل د پناه غوښتونکو بحران له پيل راهیسې هغو مهاجرو ته د تعمید غسل ورکول کیږي چې خپل دین بدلوي. دا چې څومره شمير پناه غوښتونکي له اسلام څخه عيسويت ته اوښتي، په دې هکله کومه شميرنه او اټکلونه نه شته. په تير کال کې په اتريش کې کاتولیکي کليسا تر اوه سوه پنځوسو کسانو نومونه ثبت کړي چې عیسوي دين ته اوښتي. په دوي کې پنځه اويا سلنه پخوا مسلمانان وو.

دغه راز په آلمان کي په کاتولیکي کليساو کې له پناه غوښتونکو سره د خپلې خوښې مرسته کوونکو شمير کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

سره له دي د آلمان کاتولیکي کلیسا ګانو په تيرکال کې ډير شمير پناه غوښتونکو ته په خپلو پناه ځایونو کې ځای ورکړې. په ۲۰۱۷م کال کې تر پنځه ديرش زره مهاجرو ته په ۱۵۲۸ کلیسا اړوندو پناه ځايونو کي ځاي ورکړل شوی دی. په ۲۰۱۶م کال کې دغه شمير ۲۸ زره کسان په ۱۳۸۱استوګنځایونو کي ځای پر ځای شوي ول.