1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کی دوه شکمن روسي جاسوسان ونیول شول

۱۳۹۰ مهر ۳۰, شنبه

د آلمان امنیتي چارواکو دو تنه روسي اتباع د جاسوسی په تور ونیول. د هغوی د وینا له مخې په اوسني وخت کې چین او روسیه هغه دوه دولتونه دي چی په آلمان کی تر ټولو زیات استخباراتی فعالیتونه تر سره کوي.

https://p.dw.com/p/12www
آلمان وایې په دغه هیواد کې چین او روسیه ډیر استخباراتي کار کوي
آلمان وایې په دغه هیواد کې چین او روسیه ډیر استخباراتي کار کويانځور: Fotolia/wellphoto

د آلمان عمومي څارنوالي ویلي دي چې د دغه هیواد فدرالي محکمې د دوه تنو روسي اتباعو چې د روسیې لپاره د جاسوسۍ تور پرې لګول شوی دی د نیولو امر صادر کړی دی.

د آلمان د «فوکس» او «شپیګل» مجلو د شنبي په ورځ وویل چې د تورن جاسوس میرمن هغه وخت ونیوله شوه چې د یوې مخابراتي وسیلې په واسطه یی یو «مرموز خبر» اوریده. د نوموړو مجلو په رپوټونو کې راغلي دي چې دغه میرمن په «مارګبورګ» او د هغی خاوند د «باد ویرتنبرګ» د ایالات د «بالینګن» په ښار ګوټي کی ونيول شول.

دواړه نیول شوي کسان په آلمان کې په غیر قانوني توګه اوسیدل او د روسیې د استخباراتي اداری SWR د بهرني جاسوسي څانګی لپاره یې کار کاوه. په رپوتونو کی یادونه شوې چې دغه میرمن او خاوند یې کابو شل کاله مخکې د هغه وخت «لویدیځ آلمان» ته ننوتلی ول. ویل شوي دي چې هغوی د شوروی د هغې زمانې د استخبارتی اداری KGB له خوا ښایې په هغه وخت کی استخدام شوي وي.

فوکس رپوټ ورکوي چې نارینه روسي د موټرو له یو سوداګر سره کار کاوه. د دغې مجلې په رپوټ کې ویل شوي دي چې د هغوی د مخبرۍ فعالیت وروسته له هغې بربڼد شو چی په امریکا متحده ایالاتو کې تیر کال یو شمیر روسي جاسوسان ونیول شول.

په متحده ایالاتو کې نیول شویو کسانو له دغو دوو تنو سره اړیکه درلوده او امریکایي چارواکو د آلمان امنیتي ادارو ته په دې هکله معلومات ورکړي دي.

په آلمان او متحده ایالاتو کی د روسیې د جاسوسۍ شبکه

د آلمان د امنیتي چارواکو د اټکل له مخې په دې هیواد کې د روسیې د جاسوسۍ د شبکې لمن پراخه شوې ده.

د آلمان د استخباراتي ادارې «Verfassungsschutz» د 2010 کال د رپوټ له مخې په اوسني وخت کې چین او روسیه هغه دوه دولتونه دي چې په آلمان کې تر ټولو زیات استخباراتي فعالیتونو کې ښکیل دي.

د روسیې استخباراتي اداره SWR کابو ۱۳۰۰۰ کارکونکي لري او په اقتصادي، علمی او تخنیکي ساحو کې په فعالیت بوخت دي. ویل شوي دي چې هغوی هڅه کوي د مدرنو الوتکو په پرمختللو برخو کې معلومات راټول کړي.

د آلمان د استخباراتي ادارې د وینا له مخی SWR په یو «غیرقانونی پروګرام» لاس پورې کړی او له جعلی هویتونو سره او یا په غیر قانوني توګه په نورو هیوادونو کې استخباراتي مامورین د اوږد مهالو جاسوسي فعالیتونو لپاره مؤظف کوي. د دغه کار یوه بیلګه په امریکا متحده ایالاتو کې د یوي روسیي استخباراتي شبکې بربڼدیدل دي.

د آلمان استخباراتي اداره وایې دا چې د روسیې استخباراتي سازمان د آلمان د هویت او هستوګنی د ثبت له مقرراتو سره لیوالتیا پیدا کړې د دې ویندویي کوي چې دغه سازمان هڅه کوي ترڅو آلمان ته په غیرقانونی توګه خپل کسان واستوي او یا له پخوا میشت کسان فعاله کړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش