1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې به د قدرت خلا رامنځ ته نه شي

احمدولي اڅکزی (گانېت زايفرت)۱۳۹۲ مهر ۲۶, جمعه

په آلمان کي ډېر ژر نوی ټاکل سوی پارلمان خپله لومړۍ غونډه دایروي. خو د نوي حکومت څرک نه لږیږي. په دې توگه به د لومړۍ وزيرې انگېلا مېرکل کابينه، د یوې نوې کابینې تر رامنځ ته کیدو پورې، په انتقالي توگه هيواد اداره کړي.

https://p.dw.com/p/1A24d
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د اساسي قانون له مخي بايد له ټاکنو څخه حد اکثر ۳۰ورځې وروسته د پارلمان لومړۍ غونډه جوړه سي. تر تيرو ټاکنو وروسته به دغه غونډه د سه شنبې (۲۲مه اکتوبر) په ورځ وشي. د دغې غونډي په دايرېدو سره د تېر حکومت ميعاد هم پای ته رسيږي. خو د لومړۍ وزيري انگېلا مېرکل، مسيحي اتحاد گوند چي د ټاکنو گټونکی دی لا تر اوسه پورې په دې نه ده توانېدلی چي د ائتلافي حکومت د جوړولو له پاره بل ملگری گوند پيدا کړي. دا په داسي حال کي ده چي مسيحي ديموکرات گوند د حکومت جوړولو له پاره د بل گوند سره ائتلاف ته اړ دی ولي چي مطلق اکثريت رايي يې نه دي گټلي.

د واک خلا نه رامنځ ته کيږي

مسيحي اتحاد د زرغون او سوسيال ديموکرات گوندونو سره د ائتلافي حکومت د جوړولو جلا جلا مقدماتي خبرې وکړې. د زرغون گوند سره دغو خبرو کومه نتيجه ور نه کړه او د سوسيال ديموکراټ گوند سره لا رسمي خبري اترې دوام لري.

د آلمان په گيسن پوهنتون کي د سياست استاد تيمو گرندن وايي چي که د سه شنبې تر ورځي پورې پر ائتلافي حکومت تفاهم رامنځ ته نه سي، نو بيا به هم په آلمان کي د واک خلا رامنځ ته نه شي. نوموړي له دویچه ویله سره خبرو کې وویل: «د پرنسپ له مخې په لومړي سر کي هيڅ شی تغير نه خوري. اوسنی حکومت پر واک پاتې کيږي او خپلې ادارې ته دوام ورکوي.»

انگلا میرکل به آلمان د راتلونکې حکومت مشري هم وکړي.
انگلا میرکل به آلمان د راتلونکې حکومت مشري هم وکړي.انځور: Getty Images

انگلا میرکل به بیا هم د آلمان د حکومت وکړي

د آلمان د اساسي قانون له مخي ان لومړۍ وزيره او د هغې ټوله کابينه د نوي حکومت تر جوړېدو خپل کار ته په دوام ورکولو مکلف دي. په عيني حال کي د آلمان ولسمشر يوآخيم گاوک هم يوه مهمه دنده پر غاړه لري. هغه دا چې دی بايد د گوندونو تر منځ منځگړيتوب وکړي ترڅو يو سالم او پياوړی حکومت رامنځ ته سي. که د ائتلافي حکومت د جوړیدو بهیر ناکامه سي نو بيا به ولسمشر د نویو ټاکنو اعلان کوي او يا به د اقليت حکومت جوړيږي.

د گيسن د پوهنتون استاد تيمو گرندن البته د یوه اقيلتي حکومت منفي اړخونه مهم بولي. هغه وايي: «داسي يو حکومت په نوي ټاکل سوي پارلمان کي اړين استازيتوب نه لري. په داسي يوه حالت کي به دغه حکومت قانوني وي خو په بشپړه توگه د فعاليت کولو له پاره د پوره ديموکراتيک مشروعيت څخه به محرومه وي.»

مهمي پرېکړې به ځنډول کيږي

د سوسلیال دیموکراتانو گوند په ټاکنو کې دویم ځای خپل کړی وو.
د سوسلیال دیموکراتانو گوند په ټاکنو کې دویم ځای خپل کړی وو.انځور: picture-alliance/dpa

له بل اړخه د انتقالي حکومت څخه دا تمه کيږي چي ډيري مهمي پرېکړي د نوي حکومت تر جوړېدو پوري وځنډوي. هغه په دې دليل چي ښايي نوی حکومت د دغو پرېکړو په هکله بل نظر ولري. پدې هکله گرندن وايي: «عبوري حکومت به په لومړي سر کي ډېر محتاط وي ترڅو نوی حکومت ټاکل کيږي. داسي ابتکاري فعاليتونه نه تر سره کيږي چي په هکله يې شک موجوده وي چي فدرالي شورا به يې ومني که څنگه. د شک په صورت کي فدرالي شورا د حکومت د داسي پرېکړو مخالفت کولای سي.»

د قانون له مخي یوه انتقالي حکومت ميعاد نه لري. په دې ترڅ کي د بيلجيم هيواد بېگله هم ورکول کيږي چيري چي د ټاکنو څخه يو کال وروسته نوی حکومت جوړ سو. تر هغه وخت پورې انتقالي حکومت هيواد اداره کاوه. خو د دې زيات امکانات سته چي که په آلمان کي د ائتلافي حکومت د جوړولو هڅې ناکامه سي نو نوي ټاکني به تر سره سي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب