1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې تنکي ځوانان د سیاست په هکله څه فکر کوي؟

۱۳۹۶ تیر ۲۷, سه‌شنبه

د آلمان د قانون له مخې له ۱۴ څخه تر ۱۷ کلنه پورې تنکي ځوانان نشي کولای په ټاکنو خپلې رایې وکاروي. خو سره له دې هم ډيري دغه ځوانان له سیاست سره دلچسپي لري. دوی نړۍ ته د مشرانو په پرتله په یو بشپړ متفاوت نظر ګوري.

https://p.dw.com/p/2gj4A
Deutschland Deutschunterricht im Gymnasium
انځور: picture-alliance/dpa/Felix Kästle

په آلمان کې پارلماني ټاکنو ته تر لسو اونیو ډیر وخت نه دی پاتې. د سپټمبر میاشتې په ۲۴ نیټه به معلومه شي چې څوک واک ته رسیږي. په مجموع کې ۶۱،۷ میلیونه کسان په آلمان کې د رای ورکونې شرایط لري. د دغو کسانو ۱۲،۷ میلیونه یې بیا تر ۷۰ کلنۍ په لوړ عمر درلودلو سره د رای ورکونکو لویه برخه تشکیلوي. خو ټاکنو هغه کسان هم مصروف کړي دي چې تر اوسه پورې د رای ورکونې پر ورقه یې خط نه دی کش کړی.

د «Bravo» مجلې د یوې څیړنې په ترڅ کې له ۱۴ څخه تر ۱۷ کلنو پورې ځواني نجونې او هلکان پوښتلي دي چې دوی د سیاست او سیاستوالو په هکله څه فکر کوي. څیړونکي د YouGov په نامه د ځوانانو د مطالعې له ۷ حیرانونکو نتایجو سره مخامخ شوي دي. اول/ سیاست دوی ته بی تفاوته نه دی. په هرو پنځو تنو کې څلورو ځوانان په ټاکنو ګډون مهم بللی.

د YouGov د څیړنې ویاند هولګا ګایسلر، وایې چې یو پر دریمه برخه ځوانان (۳۱ سلنه) په متوسط ډول او یا هم ډیر زیات له سیاست سره لیوالتیا لري. د بیلګې په توګه په لویانو کې بیا یو پر دریمه برخه یا ډیر لږ او یا هم هیڅ له سیاست سره دلچسپي نه لري. متوسط عمر درلودونکو بیا له سیاست سره خپله دلچسپي په «موسطه ګټه ګورۍ» کې ښودلې ده.

دویم/ په هرو څلورو کې دری تنه ځوانان په ښوونځي کې له سیاسي پوښتنو سره په تماس کې کیږي. ۵۱ سلنه د سیاست په هکله د خپلو معلوماتو لویه برخه د ښوونځي له طریقه ترلاسه کوي. نږدې همدومره یعني ۴۸ سلنه ځوانان بیا د تلویزون له لارې خپل ځان خبروي. ۳۶ سلنه د دوی د خبري آژانسونو او ټولنیزو رسنیو له لارې خپل معلومات ترلاسه کوي. چاپي رسنۍ یا اخبار یوازې د ۱۴ سلنه ځوانانو له پاره د معلوماتو ترلاسه کولو مبع ده.

دریم/ ۳۵ سلنه د پوښتل شوو ځوانو نجونو او هلکانو بیا ویلي دي چې د برحاله صدراعظمې انګلا میرکل د بیا ټاکل کیدو په حق دي. له ۱۴ څخه تر ۱۷ کلنو پورې ځوانانو نږدې نیمایې یې جرئت نه کوي چې د صدراعظمۍ مقام له پاره د میرکل د رقیب مارټین شولس په هکله قضاوت وکړي. یو پر دریمه برخه یې خو له سره هغه نه پیژني.

د داخلي امنیت په څیر بل هیڅ کومه موضوع د ځوانانو له پاره مهمه نه ده. ۹۱ سلنه دا موضوع مهم یا ډیر زیات مهم ګڼي. ښوونځی او د لوړو زده کړو موضوع له ۸۳ سلنې او همدارنګه د طبعیت او چاپیریال ساتنې موضوعات په خپل وار سره د دوی له پاره په دویم مقام کې ځای لري.

د پوښتل شویو زده کوونکو په هرو څلورو کې یو تن یې ویلي دي چې هیڅ کوم کوند په سمه توګه د دوی استازیتوب نه کوي. ۱۸ سلنه فکر کوي چې د حکومت اتحادي ګوندونه، او ۱۲ سلنه وایې چې د سوسیال دیموکرات اتحاد او ۱۱ سلنو ویلي دي چې زرغون ګوند د دوی استازیتوب کوي.

همدارنګه شپږ سلنه چپیان، ۵ سلنه لیبرال دیموکرات او دری سلنه بیا AfD یا د آلمان له پاره بدیل ګوند پلویان دي او ۳۹ سلنو ویلي دي چې دوی د خپل مور پلار په نظر دي.