1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د ائتلافي حکومت د پاشل کیدو ویره

۱۳۹۸ آذر ۱۰, یکشنبه

د آلمان د SPD ګوند غړو د زاسکیا سکن، او نوربرت والتر بوریانس، په انتخابولو سره په عمل کې په ائتلافي حکومت کې د خپل ګوند له ګډون سره مخالفت ښکاره کړ. په دغو ټاکنو کې د ګوند د غړو د مشارکت سطحه له ۵۴ سلنې سره ډیره ټيټه وه.

https://p.dw.com/p/3U2FY
Deutschland Berlin SPD | Saskia Esken & Norbert Walter-Borjans, Sieger Mitgliederentscheid
انځور: Reuters/F. Bensch

د شنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۳۰ نیټه) د ګوند په راس کې د دوو مشرانو د انتخاب له پاره ۲۱۶۷۲۱ رایې وشمیرل شوې. دا رقم د نوموړي ګوند د ۵۴ سلنه غړو پر مشارکت دلالت کوي.

د دغو رای ورکونکو څخه ۵۳ سلنې یې د میرمن زاسکیا سکن او نوربرت والتر بوریانس، په ملاتړ او ۴۵ سلنې یي د میرمن کلاراګي ویتس، او اولاف شولتس، د مشرۍ په حق کې خپلې رایې وکارولې.

په دې توګه نو د آلمان په ائتلافي حکومت کې د مالیي وزیر او د صدراعظمې مرستیال اولاف شولتس، او کلاراګي ویتس، چې دواړه یي د آلمان په لوی حکومتي ائتلاف کې د سوسیال دیموکراتانو د مشارکت پلویان ول، د ګوند د رهبرۍ د ټاکنې په انتخاباتو کې له ماتې سره مخامخ شول.

د ګوند غړو له خپلو رایو سره دا څرګنده کړه چې د آلمان په حکومت کې د ائتلاف د دوام پلویان نه دي.

د دغو ټاکنو پایلې تر اوسه پورې رسمیت نه لري. د ګوند کنګره به په راتلونکې اونۍ کې ناسته ولري، تر څو د دغو ټاکنو د پایلو په اړه پریکړه وکړي او په ډیر احتمال سره هغه به تائید کړي.

Deutschland Klara Geywitz und Olaf Scholz in Berlin
د آلمان په ائتلافي حکومت کې د مالیي وزیر او د صدراعظمې مرستیال اولاف شولتس، او کلاراګي ویتسانځور: picture-alliance/U. Baumgarten

که څه هم د آلمان سوسیال دیموکراتان د ګوند د مشرۍ پر سر وروسته له شپږو میاشتو بحثونو او جنجال څخه وتوانیدل هغه وټاکي، خو کیدای شي دا کار د نوموړي ګوند له پاره د یوه بل داخلي بحران د زیږولو سبب شي.

په سوسیال دیموکراتانو کې د حکومتي ائتلاف مخالف لوری په دې باور دی چې د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو سره له سره خبرې وکړي او د ائتلاف د دوام له پاره نوي شرطونه وړاندې کړي. د دغو شرطونو له جملې څخه په اقليمي حوزه او زیربنایي برخو کې د میلیاردونو په ارزښت پانګونه او همدارنګه ۱۲ یورو ته د حد اقل لاس مزد لوړول دي.

مخکې تر دې د مسیحي دیموکرات ګوند مشرې آنه ګرت کرامپ کارن باور، واضحه کړې وه چې له سوسیال دیموکراتانو سره به له سره د مذاکراتو پیلول ونه مني او خپل ګوند ته سپارښتنه کوي چې له ائتلاف څخه ووځي.

دویچه ویله/ ش.ن/ن.ص