1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ائتلاف خبرې د مهاجرت پر سر د اختلاف له کبله وځنډیدې

۱۳۹۶ بهمن ۹, دوشنبه

په آلمان کې د ائتلافي حکومت د رامنځته کولو له پاره خبرې هغه وخت له ځنډ سره مخامخ شوې چې دواړه اړخونه د مهاجرو د موضوع په اړه توافق ته سره ونه رسيدل خو دواړو خواوو وويل چې د «حل لارې موندلو ته ليواله دي».

https://p.dw.com/p/2rgRX
Berlin Koalitionsverhandlungen zwischen Union und SPD Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/G. Fischer

د آلمان د صدراعظمې انگلا ميرکل د محافظه پال گوند او د مارتين شولڅ په مشرتوب د سوسيال ديموکراتانو ترمنځ د يوه ائتلافي حکومت د جوړولو خبرې د دوشنبې په شپه په داسې حال کې پای ته ورسيدې چې ټول اړخونه به بیا هم د فيبروري میاشتې تر څلورمې نيټې پورې د نوي حکومت د رامنځته کولو له پاره هلې ځلې کوي. په پارلمان کې د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال د گوندي ائتلاف مشر ميشايل گروس بويمر، وويل: «کار او بحثونه دوام کوي، خو نه تر دې ناوخته ساعتونو پورې.»

نوموړي د دواړو اړخونو له خوا د گډې بيانېې په توگه وويل: «ټول اړخونه دې ته ليوال ول چې د اړوندې مسلې حل وموندل شي.»

د رپوټونو په حواله د سوسيال ديموکرات گوند غوښتنه دا وه چې د محدود محافظت د وضعيت سره د مخامخ مهاجرو د کورنۍ د بيا يوځای کيدو په اړه د څيړنیزو مذاکراتو پر توافق له نوي سره خبرې وشي.

مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال گوندونه غواړي د دې مخه ونيسي چې ډير مهاجر خپلې کورنۍ آلمان ته راوغواړي. په دې کې ښځه او يا ميړه او همدا راز کم سنه ماشومانو او يا د کم سنه ماشومانو ميندې او پلرونه شامل دي.

دا مسله اوس د دريو گوندونو د «کارپوهانو» ډلې ته سپارل شوې ده. په دغه ډله کې د دريو سرو گوندونو استازي شامل دي چې د شنبې او يکشنې په ورځو یې هم پر دې همدې مسله بحثونه درلودل.

گروس بويمر تيره جمعه، د فيبروري څلورمه نيټه د يوه مهلت په توگه وټاکله او ویې ويل چې خبرې اترې به په ۱۸ کاري ډلو کې ترسره شي.

د اختلاف اصلي ټکي

د رپوټونو په حواله د يکشنبې د شپې په خبرو اترو کې شاملو ۱۵ مخکښو استازو چې ميرکل، شولڅ او د بايرن ايالت د مسيحي سوسيال گوند استازي پکښې شامل ول، شپږ ساعته غونډه کې د بهرني سياست، د پراختيايي مرستو پر همکارۍ، دفاع او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې وکړې.

د مهاجرو د سياست ترڅنگ د مخالفت نور اصلي ټکي د کار تگلاره او د روغتيا بيمه وه. په دغه برخو کې د بدلون غوښتنه په بون ښار کې د آلمان د سوسيال ديموکرات گوند د هغه کنگرې پر وخت شوې وه چې د گوند مشر مارټين شولڅ ته یې په ډير کم اکثريت سره د ائتلافي خبرو اترو د دوام اختيار ورکړې وو.

که چيرې دا ځل هم د يوه ائتلافي حکومت د رامنځته کولو خبرې اترې له ناکامۍ سره مخامخ شي نو دا به انگلا ميرکل د يوه اقليتي حکومت د رامنځته کولو او يا د نويو ټاکنو له گواښ سره مخامخ کړي. د تير کال د سبتمبر په ټاکنو کې مسيحي ديموکرات او سوسيال ديموکرات گوندونو نسبتاً کمې رای اخيستې وې. د ټاکنو د نتايجو تر اعلانيدو څو اوونۍ وروسته د يوه ائتلافي حکومت د رامنځته کولو په موخه د ميرکل د محافظه پال گوند او د اپوزیسيون د آزاد ديموکرات او زرغون  گوند ترمنځ  څيړنیزې خبرې اترې له ناکامۍ سره مخامخ شوې وې.

ipj/aw (AFP,Reuters,dpa) (B.S/M.S

زموږ له آرشیف څخه: