1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د اتو صنعتي هېوادونو تر غونډې مخکې آخ و ډبونه

۱۳۸۶ خرداد ۱۴, دوشنبه

د جي اته سازمان تر غونډې وړاندې د اونۍ په پای کې، د شنبې په ورځ د اټکل له مخې زر تنه په نښتو کې ژوبل شوي وو چې د هغوی له ډلې څخه 433 تنه پوليس دي. د آلمان لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل په ټلويزيون کې وويل چې هيڅ ډول خشونت به ونه منل شي.

https://p.dw.com/p/DKIf
«د خوشحالۍ ځای دی چې کوم پوليس ونه وژل شو.»د آلمان د پوليسو د اتحاديې مشر
«د خوشحالۍ ځای دی چې کوم پوليس ونه وژل شو.»د آلمان د پوليسو د اتحاديې مشرانځور: AP
د پوليسو اتحاديه اوس وايي چې په هايليگندم نومي ښارگوټي کې به زور زياتی او اخ و ډب لا پسې زيات شي. دغه څرگندونې د پوليسو د اتحاديې مشر کونراد فرايبېرگ د آلمان «بيلد» ورځپاڼې ته وکړې. هغه وويل چې له ايټاليې او يونان څخه گڼ شمېر جنجاليان راغلي وو. نوموړي زياته کړه چې «د خوشحالۍ ځای دی چې کوم پوليس ونه وژل شو.» ښاغلي فرايبېرگ د سختو سزا گانو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د مظاهرو جوړونکي هم مسووليت ولري او بايد د آخ و ډبونو مخه ونيسي. پرته له دې به پوليس هم هڅه وکړي چې د ډېرو امنيتي ځواکونو د لارې کراري راولي.