1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د اسلام د کنفرانس دوهمه غونډه پيل شوه

۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبه

اوه مياشتې له لومړۍ غونډې څخه وروسته د اسلام کنفرانس دوهم پړاو په برلين کې پيل شوی دی. د دغو خبرو اترو موخه د آلمان په ټولنه کې د اټکلي درې نيم ميليونو مسلمانانو ديني او ټولنيزه برخه اخېستنه او ټولنې ته راداخلېدل دي.

https://p.dw.com/p/DKJ1
په دوهم ځل په آلمان کې داسې ورته يو کنفرانس رابلل کېږي
په دوهم ځل په آلمان کې داسې ورته يو کنفرانس رابلل کېږيانځور: Fotomontage/AP/DW
يوه ناندريزه موضوع د څلورو اسلامي ټولنو له لوري د يوې مشترکې د همغږۍ د شورا رامنځته کېدل دي. د آلمان د کورنيو چارو وزير ولفگانگ شويبله وايي چې هيڅ کوم سازمان د مسلمانانو د استازيتوب ټيکه داري نه شي کولای بلکې په نوموړې شورا کې يوازې لس په سلو کې مسلمانان سره متحده ‍شوي دی. دآلمان د مسيحي دموکرات گوند غړی شويبله زياتوي چې لاسته راوړنې به ډېر ژر ونه شي بلکې يو څو کاله وخت به ونيسي تر څو چې «اسلام د خپل بېلابېلوالي په نظر کې نيولو سره له اروپايي او آلماني جوړښتونو سره ځان عيار کړي، لکه دموکراسي، مختلفې نظرې او يو ليبرال نظام.»