1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د اورگاډو د چلوونکو اعتصاب

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ آبان ۱۵, پنجشنبه

په آلمان کې د اورگاډو چلوونکو اعلان کړی چې په یوه څلور ورځني اعتصاب لاس پورې کوي ترڅو د ملي ارگاډو شرکت یا Deutsche Bahn د هغوی د کاري شرایطو د ښه کولو او د معاشونو د لوړولو غوښتنې ومني.

https://p.dw.com/p/1Dgw2
انځور: Reuters/Fabrizio Bensch

د آلمان د اورگاډو د چلونکو صنفی اتحادېې (GDL) د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې سر له نن چهار شنبې به د اورگاډي چلوونکي له کار کولو څخه لاس واخلی او پوره څلور ورځې به په ټول آلمان کې اورگاډي په ټپه ودروي. د آلمان د ترانسپورت په سکتور کې دغه اعتصاب بی سارې دی. له دی سره به د دغه هیواد ورځنې ژوند سخت اغیزمن شي.

د اورگاډو سپرلي که له یو خوا د نوموړي شرکت د کار کوونکو د غوښتنې پر وړاندی تفاهم ښکاره کوي خو په عین وخت کې د څو ورځو پر له پسی اعتصاب څخه ناخوښ دي. کارل پیتر نایمن، چې یو د دغو سپرلیو څخه دی وايی: «د معاشونو د لوړیدو غوښتنه پر ځای ده. خو دا لازمه نه ده چې د دی غوښتنې پیټۍ د اورگاډو د مشتریانو په اوږو بار کړای شي. سر بیره پر دې د اورگاډي شرکت او د کار ځایونو ته تاوان رسیږي.»

د مشتریانو له پاره بدیل ترانسپورتي وسایل

د اورگاډو د چلونکو صنفی اتحادیه GDL مشر کلاوس ویسیلسکي، د مشتریانو د قهر او غوصی پر وړاندی تفاهم نه لري او وایي چې هغوی په همدی وجه خپل اعتصاب مخکې له مخکې اعلان کړ ترڅو خلک د بدیلو ترانسپورتي وسایلو په لټه کې شي.

د اورگاډو د چلوونکو صنفی اتحادیهGDL د کاري ساعت د لږولو او په معاشونو کې د پنځه سلنه زیاتوالی غوښتنې کوي. که څه هم GDL د اورگاډو د کابو ۱۷۰۰۰ نورو کار کوونکو چې دیری یې د سپرلیو او مسافرینو پالنه کوي، صنفی اتحادیه نه ده خو د هغوی له پاره هم د اورگاډي له ملي شرکت څخه عیني غوښتنې لري.

له دغو کارکوونکو څخه د اورگاډو او عامه ترانسپورتونو یو بله ستره اتحادیه EVG استاریتوب کوي. د اورگاډو د چلوونکو اتحادیې GDL لا مخکې ویلی وو چې گواکې کولای شي له شرکت سره د نوموړو کار کوونکو په استاریتوب په ښه توگه مذکرې وکړي د هغوی له پاره ښه کاري شرایط برابر کړي. خو د EVG مشرالکزاندر کیرشنر، دا خبره رد کړې ده چېGDL کولای شي په خبرو اترو کې د هغوی غوښتني پر شرکت ومني او ښې پایلې تر لاسه کړي: «دا په بشپره توگه غلطه خبره ده. چې زموږ د کارکوونکو د غوښتنو په مبارزه کې GDL نسبت موږ ته اغیزمنه ده.»

د اورگاډو مشتریان له شرکت، د هغه له چلوونکو او نورو کارکونکو څخه غواړي چې په خبرو اترو کې باید ژر تر ژره روغې جوړې ته روسیږي. کارل پیتر نایمن وایي: «د هغوی تر منځ باید ژر تر ژره یو مرکچي وټاکل شي ترڅو غوښتنې یې واوري او یوې روغې جوړې ته یې قانع کړي.»

د آلمان د اورگاډو د چلوونکو له اعتصاب څخه نه یوازې د هغوی مشتریان، بلکه د دی هیواد صنایع هم اغیزمنیږي. هغه اورگادي چی سوداگریز مالونه لیږدوي په ټپه دریږي او له دې سره ډيری مغازې به په خپل وخت سره مالونه تر لاسه نه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب