1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د بخښنې د نړیوال سازمان نوې مشره

بساک اوزې (سید ریاض)۱۳۹۱ اسفند ۱۱, جمعه

د بخښنې د نړیوال سازمان یا Amnesty International د آلماني څانګې نوې مشره سلمین چلسکان، له شلو کلونو څخه د زیاتې مودې راهیسې د ښځو او بشري حقونو په ټولنو کې کار کوي. هغه تر اوسه پورې په عامه مهظر کې ډیره نه ده لیدل شوې.

https://p.dw.com/p/17odE
انځور: picture-alliance/dpa

که څوک غواړي چې د بخښنې د نړیوال سازمان د آلمان د څانګې دغه مشره وپیژني، نو یو څه انتظار باید وباسي. چاریشکان له څو ورځو راهیسې له رسنیو څخه ځان لیرې ساتلی دی. هغه بریښنا لیکونو ته ځواب نه وایي او کله چې یې تیلیفون ته زنګ ووهل شي، نو پیغام ثبتوونکی ماشین یې ځواب وایي.

د دغه سازمان رسمي چارواکي هم د آلمان د دورېن د ښار د دغې ۴۶ کلنې اوسیدونکي په اړه کم معلومات لري. هغه د یوه ترکي لور ده چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته آلمان ته د کارګر میلمه په صفت راغلی وو.

سیرپ التینیسک Serap Altinisik له ډیرې مودې راهیسې چاریشکان پیژني. دغې میرمنې له هغې سره په بروکسل کې د «The European Women Lobby» په سازمان کې کار کاوه. دغه سازمان د اروپایی ښځو د داعیې له پاره فعالیت کوي.

التینسیک هغه د یوې ډیرې فعالې میرمنې په توګه پيژني. التینسیک وایي: «هغې د کډوالو له پاره په اروپایي شبکې نومې ډله کې پراخه ونډه لرله چې د ښځینه کډوالو له پاره لومړنی اروپایي عمومي سازمان ګڼل کیږي.» التینسیک زیاتوي چې پر دې سربیره هغې «د کډوالو د ملاتړ اروپایي دفتر» چې د اروپایي ټولنې د بهرنیانو د ملاتړ آژانس دی، له پاره ډیری کمپاینونه په لار اچولي دي.

تر هغه د مخه چاریشکان د ښځو د حقونو په یوه ټولنه کې له څو کلونو له پاره فعالیت کړی او له ۲۰۰۳ کال راهیسې یې په Medica Mondiale نومې ټولنې کې کار کاوه. چلسکان لیبریا، کانګو او افغانستان ته کاري سفرونه کړي او په کابل کې یې د آلماني سازمان (GIZ) له پاره هم کار کړی دی.

د بخښنې د نړیوال سازمان د آلمانې څانګې مشره په ډیرو ژبو خبری کولای شي. آلماني او ترکي د هغې مورنۍ ژبې دي او د انګلیسي او هسپانوي ژبو د ترجمې په برخه کې یې لوړې زده کړې کړي دي. هغه خلک چې چاریشکان پيژني، هغه د «خپل کار په برخه کې» یوه فعاله ښځه بولي.

دا چې چاریشکان به په آلمان کې د بخښنې د نړیوال سازمان د مشرې په توګه پر کومو موضوعګانو ډیر ټینګارو وکړي، لا تر اوسه پورې معلومه نه ده، خو ښایي هغه به په برلین کې د حکومت له پاره د خبرو اترو یو سخت اړخ وي. تر اوسه د هغې په یوازینۍ مرکه کې چې د (Süddestschen Zeitung) په نوم له آلمانۍ ورځپاڼې سره یې کړې ده دغې میرمنې د آلمان پر حکومت باندې سختې نیوکې کړې دي او په ځانګړې توګه یې د وسلو د صادراتو په برخه کې د شفافیت او د کموالي د راوستو غوښتنه کړې ده.

طبعي خبره ده چې هغه د ترکیې په اړه هم انتقادي نظر لري. په دې برخه کې په ترکیې کې د ژورنالیستانو بندي کیدل، همداشان د ایتنکي لږکیو پر وړاندې تعصب او د حکومت له لوري د عیسیویانو او علویانو پر وړاندې د مذهبي آزادی په برخه کې پراته خنډونه شامل دي.

د هغې پخوانۍ همکاره التینسیک، د چاریشکان په اړه وایي چې د مبارزې سربیره هغه ډیره دقیقه او معتدله ده. هغه زیاتوي: «هغه یو ډیر څرګند شخصیت دی. هغه پر دې ښه پوهیږي، چې هغه څه غواړي او هغه څه چې هغه غواړي په دلایلو سره یې هم ثابتوي.»