1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د بېوزلۍ کچه لوړه شوې ده

پروین مومند (دویچه ویله)۱۳۹۱ دی ۱, جمعه

په المان کې د «سر تا سري برابرۍ ټولنې» په خپل کلني رپوټ کې لیکلي دي چې په دغه هیواد کې د بيوزلو او بډایو تر منځ واټن ورځ تر بلې په ډیریدو دی. دې ټولنې له بيوزلۍ سره د مبارزي په موخه یو پلان هم جوړ کړی دی‎.

https://p.dw.com/p/177aq
انځور: picture-alliance/dpa

د نوموړې ټولنې مشر الریش شنایدر، د دې رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل: «اوس مهال په آلمان کې بيوزلي خپل لوړ حد ته رسیدلې ده.»

که څه هم په آلمان کې د بیکارۍ کچه ټیټه ده خو بیا هم په دې هیواد کې د بیوزلۍ کچه لوړه شوې ده.
که څه هم په آلمان کې د بیکارۍ کچه ټیټه ده خو بیا هم په دې هیواد کې د بیوزلۍ کچه لوړه شوې ده.انځور: picture-alliance/dpa

د دغه رپوټ په حواله اوس مهال په آلمان کې له ۱۵ سلنه څخه ډیر کسان د بیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. له دې سره نو په دې هیواد کې د بیوزلۍ کچه د ختیځ او لویدیځ آلمان تر یو ځای کیدو وروسته خپل تر ټولو لوړ حد ته رسیدلې ده.

په آلمان کې هغه کسان د بې وزلۍ له ګواښ سره مخامخ بلل کیږي چې خالص عاید یې په اوسط ډول تر 60 سلنه کم وي. تیر کال دغه اندازه پیسې د یوه مجرد وګړي له پاره په یوه میاشت کې 848 یورو ټاکل شوې وې.

په دې رپوټ کې راغلي دي چې د آلمان د برمن په ایالت کې د بیوزلۍ کچه تر نورو ټولو ایالتونو لوړه ده چې ۲۲.۳ سلنو ته رسیږي. د بیوزلۍ په اړه د خپور شوي رپوټ له مخې په آلمان کې له اقتصادي پلوه قوي ایالتونه د دې هیواد په جنوب، شرق او غربي برخو کې پراته دي.

په المان کې له ۱۵ سلنه څخه ډیر کسان په بیوزلۍ کې ژوند کوي.
په المان کې له ۱۵ سلنه څخه ډیر کسان په بیوزلۍ کې ژوند کوي.انځور: picture-alliance/dpa

شنایدر وویل چې په 2010 کال کې د دولت له خوا د سپما د پروګرامونو پلي کیدو او داسې نورو اقداماتو او ستونزو په المان کې د بډایو او بیوزلو کسانو تر منځ واټن ډیر کړی دی.

شنایدر له بیوزلۍ سره د مبارزي په موخه د یوه هر اړخیز بیړني پروګرام وړاندیز هم  وکړ چې شپږ مادې لري. هغه زیاته کړه: «موږ پوهیږو چې پر دې پروګرام باندې ډیرې پیسې لګیږي.» هغه د نوموړي پروګرام د تطبیق له پاره د 20 میلیاردو یورو غوښتنه وکړه.

د آلمان د «سر تا سري برابرۍ ټولنه» له لسو زرو څخه د ډیرو سازمانونو، مؤسسو او کاري ډلو په مرسته په روغتیایي او ټولنیزو برخو کې فعالیت کوي.