1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د سلفيانو شمېر لوړ شوی دی

بېن نايټ۱۳۹۴ آذر ۱۴, شنبه

د آلمان يوې امنيتي ادارې ويلي چې په دغه هيواد کي د سلفيانو شمېر زیات سوی دی. خو دا خلک څوک دي او آيا هغسې خطرناک دي لکه څنګه چې د دې ادارې رئيس ماسن وايي؟

https://p.dw.com/p/1HHqC
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

د آلمان د اساسي قانون د څار د ادارې «فرفاسُنګ شُټڅ» مشر، هانس ګېورګ ماسن د پنجشنبې په ورځ (د دسامبر ۳مه نېټه) د برلين «دېر تاګسشپيګل» ورځپاڼې ته ويلي دي چې اوسمهال ۷۹۰۰ سلفيان په آلمان کې ژوند کوي. دا د ده په خبره تر اوسه تر ټولو لوړ شمېر دی.

خو په ورته وخت کې د دغې ادارې له خوا د سلفيانو تعريف ناڅرګند غوندې برېښي. د اساسي قانون د څار د ادارې د ويبپاڼې له مخې سلفيزم يوه عمومي اصطلاح ده «د يوې اسلامپالې ايډيالوژۍ لپاره چې د وهابيزم له لارې راوټوکېده چې خپله د پخوانو اولو مسلمانانو افکارو او دغې لومړۍ اسلامي دورې ته مراجعه کوي.» خو د وهابيزم لغت بيا د ۱۸ مې ميلادي پېړۍ د عربي عالم، محمد ابن عبدالوهاب له نوم څخه راوتلی دی چې د سوچه او بوب اسلام غوښتنو او افکارو يې د سعودي عربستان سياسي رژيم هم تعين کړی دی.هيڅوک ځان سلفي نه بولي

خو په آلمان کې نه داسې ټولنې او نه ډېر شمېر داسې مسلمانان شته چې ځانونه دې سلفيان وبولي. کېدای شي هغوی ځان ته په عربي «سلفيه» ووايي، خو هيڅ ځوان مسلمان به ځان «سلفيست» ونه بولي، ځکه چې دا يو پارونکی لغت بلل کيږي. دغه خبره د افق په نوم د يوې نادولتي ښوونيزې موسسې غړې، آيلين يواش کوي چې په برلين کې د ځوانو مسلمانانو د سياسي افراطيت سره مبارزه کوي.

Symbolbild Mädchen Frauen Salafismus
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

دا په داسې حال کې ده چې سلفيان سره له دې هم د آلمان په رسنيو کې تل ياديږي او ورڅخه بحث کيږي. په ۲۰۱۱ کال کې د «اصلي يا رښتيني دين» په نوم يوې ډلې، چې د اساسي قانون د څار ادارې ورته سلفي وايي، يو کمپاين پيل کړ چې «اقرا يا ولوله» نوميږي، او هدف يې په آلمان، اتريش او سويس کې د قران شريف د ۲۵ ميليونو نسخو وېشنه وه. اوس پوښتنه دا ده چې آيا يو اسلامپال وګړی سمدلاسه سلفي هم بلل کيږي، او بر عکس، که څنګه؟ټينګ محافظه کاره مسلمانان

د ۲۰۱۴ کال په کلني راپور کې د آلمان د اساسي قانون د څار اداره دې پايلې ته رسېدلې ده چې په آلمان کې ۴۳۸۹۰ داسې وګړي ژوند کوي چې «اسلامپاله وړتياوې» لري. ادارې دغه شمېره په ۱۲ سازمانونو مربوطه کړې ده (چې يو يې هم د سلف لغت په خپل نوم کې نه استعمالوي). يوه بله جلا کټګوري د «سلفي موخو» عنوان لري چې د ۷۰۰۰ تر ۷۹۰۰ وګړو شمېره پکې راغلې ده. په دغه ليست کې هم دغسې غيرقانوني سازمانونه راغلي دي چې يوه څرګنده تروريستي اجنډا لري لکه اسلامي دولت، القاعده او النصره چې د آلماني غړو په هکله يې دقيقې شمېرې نشته او قانوني سازمانونه لکه ملي ګوېرويش پکې هم شتون لري، چې د ترکانو يوه ټولنه ده چې د آلمان حکومت د اسلام په کنفرانس کې هم ګډون کوي. هغه ۳۱۰۰۰ تنه غړي لري.

په داسې حال کې چې سلفيان ټينګ محافظه کاره مسلمانان دي، خو هغوی ټول، خلکو ته بلنه نه ورکوي يا دا چې د عامه ټولنې خونديتوب ته دې ګواښ پېښ کړي. مېرمن ياواش وايي چې «دا د اسلام يوه بڼه ده چې په اسلامپال اړخ کې قرار لري، خو هغوی ټول تشدد او تاوتريخوالي ته چمتو نه دي. دا په داسې حال کې ده چې هغوی په رسنيو کې بيا تل دغسې معرفي کيږي، خو دا په دې معنی نه ده چې هغوی دې ټول جهاديان وي. هغوی کېدای شي چې له تشدده ډک کوم احتجاج کې برخه واخلي، خو ترهګر بريدونه بيا هرومرو نه تر سره کوي.»

Grossrazzia Solingen NRW Salafisten
انځور: dapd