1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مسلمانانو ټولنې د مسجدونو د ساتنې غوښتنه کوي

۱۳۹۸ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

په آلمان کې پر مسجدونو باندې، شکمنو پلان سوو بریدونو ته په کتو سره، د مسلمانانو زیاتره ټولنې خبردارې ورکوي چې مسلمانان نور ځانونه ډاډمن نه احساسوي او له همدې کبله د دولت له خوا د هغوی د لا زیات ملاتړ غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/3XvmD
Bielefeld Vermummte greifen Moschee an
انځور: picture-alliance/dpa/S. Jonek

 د تُرک اسلامي اتحاد يا ديتيپ او د ملي گوروش په نامه اسلامی ټولنې، د مسجدونو په وړاندې وروستیو بمي گواښونو او په آلمان کې د ښي اړخه له خوا پلان سوو بریدونو ته په کتو سره د یوې پراخې امنیتي مسودې غوښتنه کوي.

 د مسلمانانو د مرکزي شورا عمومي منشي عبدالصمد ال یزیدي د ښي اړخو له خوا په هدفمندانه ډول پر مسجدونو د بريدونو شکمنو پلانونو ته په کتو سره ،له یوې داسي پدیدې څخه خبرې کوي چې تر اوسه یې ساری نه درلود.

ال یزیدي دویچه ویله ته وویل چې «مسلمانان په هیڅ ډول ډاډمن نه دي. هغوی ځانونه یوازې پریښودل سوي احساسوي. هغوی په دې فکر کې دي چې څه باید وکړي تر څو یې عبادت ځایونه وساتل سي. هغه څه چې هغوی ډیر نامطمین کړي او د بیری احساس یې ورته پیدا کړی، دادي چې په دې اړه په ټولنه کې هیڅ ډول بحثونه نه کیږي او نه هم د یووالي داسي قوي او ښکاره غونډی جوړیږي چې سړی یې تل په تمه وي. 

آیا سعودي به په بهر کې د جوماتونو جنجالي تمویل ودروي؟

تر سخت گواښ لاندې

په کولن کې د ملي گوروش په نامه اسلامی ټولنې څرگنده کړې چې «په آلمان کې هغه مسجدونه، کنیسې او د نورو مذهبي اقلیتونو عبادت ځایونه چې له سخت گواښ سره مخامخ دي، باید د دولت له خوا یې ساتنه وسي. دا نه سي کیدای چې نوموړي تاسیسات د بسپنو پیسو په مرسته د خپل امنیت ساتنه هم پر غاړه واخلي. حکومت مکلف دی چې د خپل اولس د امنیت ساتنه وکړي چې په هغو کې مسلمانان هم شامل دي.»

شپږ مسجدونه تر گواښ لاندی دي؟

په وروستیو وختو کې دا خبره روښانه سوه چې د ښي اړخه ترهگرې هستې غړو په کوچنیو ښارونو کې پر شپږو مسجدونو باندې بریدونه پلان کړي ول. د آلمان په شپږو ایالتونو کې د دولسو نارینه وو په وړاندی د بندیگرت حکم صادر سو. ویل کیږي چې نوموړې ډلې پر سیاستوالو، پناه غوښتونکو او مسلمانانو باندېهم بریدونه پلان کړي ول.

د جرمني د نوردراین ویستفالین ایالت د کورنیو چارو وزارت څرگنده کړې چې پر جوماتونو باندې بریدونه د پولیسو له خوا جدي نیول کیږي. ځایی پولیس د مسجدونو او نورو تر گواښ لاندی ځایونو څخه ساتنه کوي.  د ساتنې دغه ډول تدابیر په پټ ډول تر لاس لاندی نیول کیږي او له همدې کبله یې په عام محضر کې جزیات نه ورکول کیږي.

د نوموړي ایالت په مرکز دوسلدورف ښار کې ایالتي حکومت د یوه داسي مشخص پلان غوښتنه کوي چې له مخې یې په دغه ایالت کې له ښي اړخ ډلو څخه د مسجدونو ساتنه وکړای سي.