1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مهاجرو د ادغام هڅې څومره بریالۍ دي؟

۱۳۹۶ خرداد ۱۷, چهارشنبه

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ م کلونو کې نږدې ۱،۲ میلیونه مهاجر آلمان ته راغلل. د پناغوښتونکو د هجوم له کبله په لومړي سر کې ډیري ستونزي راپورته شوې، خو اوس وضعه ډیره ښه شوې او د مهاجرو د ادغام بهیر د پرمختګ په حال کې دی.

https://p.dw.com/p/2eES1
Projekt Digital Empowerment für afghanische Flüchtlinge
انځور: Getty Images/S. Gallup

تیرکال د آلمان حکومت په ټولنه کې د مهاجرو د جذبیدو په موخه تر۱۴میلیارده يورو ډيري پیسې ولګولې. مهاجرو ته د استوګنځای برابرول، د ژبي زده کړي کورسونه، کاري فرصتونه او دوی ته د نورو اسانیاو برابرولو په برخه کې د حکومت هڅه څه نتیجه درلوده؟

د استوګنځای برابرول

په آلمان کې موجود ډیري مهاجر له لیلیو، ښوونځیو له ودانیو او داسې نورو بیړنیو مرکزونو څخه په منظم ډول د مهاجرو کمپونو ته ولیږول شول. په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرت کړکیچ له پیل سره سم په برلين کې۶۳ سپورتي تالارونه د مهاجرو د موقتي استوګني له پاره تخلیه شول. په هغه وخت کې هلته ۱۰۰۰۰ مهاجر ځای پر ځای شوي ول. اوس دغه ټول مهاجر دایمي استوګنځایونو ته انتقال کړای شوي دي.

په مجموعي توګه په برلين کې اوس هم نږدې دیارلس نیم زره مهاجر په داسي ځایونو کې ساتل کیږي چې د بیړنۍ استوګنځای درجه لري. ډیر ژر به له دوی څخه ۲۱۰۰ تنه داسي استوګنځایونو ته انتقال شي چې دوی به ډیر محرمیت ونه لري یعنی داسي لویو سالونو یا لویو کورونو ته چې نور خلک به هم ورسره وي.

د دایمي استوګنځایونو په اساس د آلمان په ټولو ایالتونو کې د مهاجرو وضعه ښه شوی ده، یوازې په هامبورګ کې ۶۰۰ او په نورد راین وستفالت ایالت کې ۱۶۰۰ مهاجر په بیړنیو یا موقتي استوګنځایونو کې میشت دي.

د آلماني ژبي کورسونه

د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو په جریان کې په آلمان کې د ژبي د زده کړې نږدې ۱۵۰۰ پروګرامونه پیل شول. حکومت نویو راتلونکو مهاجرو له پاره د «انټګریشن» یا د ادغام کورسونو اسانتیاوي برابرې کړې، په کوم کې چې د ژبې د زده کړې تر څنګ د دغه هیواد په اړه اساسي معلومات هم ورکول کیږي. د تیر یو کال په جریان کې ۳۱۷۰۰۰ مهاجرو دا ډول کورسونه تعقیب او بشپړ کړي دي.

تر څو ورځې مخکې پورې په آلمان کې د افغان مهاجرو د منل کیدو چانس ډیر کم کڼل کیده، نو له همدې امله دوی ته د ژبې د زده کړې کورسونه تر هغه وخته پورې نه ورکول کیده، تر څو د پنا غوښتنه یې نه وه منل شوې. خو اوس چې د کابل تر خونړیو ترهګریزو بریدونو او د یوه لوړپوړې آلماني چارواکي تر اعتراف وروسته افغانستان د اخراج له پاره یو ډاډمن هیواد نه دی، ولیدل شي چې د افغان مهاجرو له پاره په شرایطو کې څه بدلون رامنځته کیږي.  

کاري فرصتونه

د آلمان د «انستیتوت فار امپلوئمنټ ریسرچ» د وړاند وینې په حواله په راتلونکو پنځو کلونو کې به هر مهاجر کار ولري. د دې مثبت اټکل دلیل اوسني موجوده ارقام دي. له نږدې ۵۰۰۰ مهاجرو سره د تر سره شوي مرکو او سروې له مخې معلومه شوي ده چې د هغو مهاجرو چې په ۲۰۱۴ م کال آلمان ته راغلي دي ۲۲ سلنه او کوم چې په ۲۰۱۳ م کال راغلي دي ۳۱ سلنه یې کار کوي.

مهاجرو ته د کاري فرصتونو برابرول د آلمان د سوداگرۍ خوني تیرکال شل میلیونه پانګونه کړې وه او سږ کال هم ۱۵میلیونه سرمایه ګذاري جریان لري. په اوس وخت کې ۱۱سلنه آلماني کمپنیو کې مهاجر کار کوي، په داسې حال کې چې لس فیصده نورې کمپنۍ بیا وایې چې دوی به په راتلونکو دوو کالونو کې مهاجرو ته په خپلو فابریکو کې کار ورکړي.